Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

لوګر کې د درېیو کانالونو د بیارغونې چارې پيل شوې

لوګر کې د درېیو کانالونو د بیارغونې چارې پيل شوې

author avatar
22 Oct 2024 - 16:12
لوګر کې د درېیو کانالونو د بیارغونې چارې پيل شوې
author avatar
22 Oct 2024 - 16:12

پل‌علم (پژواک، د لړم لومړۍ نېټه ۱۴۰۳): د لوګر ولایت په مرکز او محمداغې ولسوالۍ کې د دوه سوه زره امریکايي ډالرو په لګښت د درېیو کانالونو د بیارغونې چارې پيل شوې.

په دې اړه جوړې شوې غونډې ته د لوګر ولایت د سیندیزې حوزې ریاست رييس مولوي محمداسماعیل اخنداز وویل چې د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې نړۍوال پروګرام په مالي همکارۍ په مرکز پل‌علم او محمداغې ولسوالۍ کې د درېیو کانالونو د بیارغونې چارې پيل شوې.

هغه وایي چې د یادو کانالونو پر بیارغونې دوه سوه زره امریکايي ډالره لګښت راځي او چارې به یې په اتو میاشتو کې بشپړې شي.

نوموړي زیاته کړه، په یادو پروژو کې د محمداغې ولسوالۍ د مغل‌خېل کانال، د لشکرخېلو کانال او د مرکز پل‌علم د حسن سربند کانال بیارغونه شامل دي.

ده وویل، د یادو پروژو له پيل سره شاوخوا زرو کسانو ته د کار کولو زمینه برابره شوه او له بشپړېدو سره به یې ۲۵ زره هکتاره کرنېزه ځمکه خړوبه شي.

بلخوا د لوګر والي مولوي ضیاالرحمن مدني وویل، حکومت هڅه کوي چې د لوګر ولایت په ګډون د هېواد په ټولو ولایتونو کې ټولګټې پروژې عملي کړي.

نوموړي زیاته کړه، د ملګرو ملتونو د کرنې او خوړو نړۍوال پروګرام (FAO) په مالي ملاتړ محمداغې او مرکز پل‌علم کې پيل شوې پروژې ارزښتمنې دي او هڅه کوي ورته پروژې د لوګر ولایت نورو ولسوالیو ته هم وغځوي.

مدني پر خلکو غږ وکړ چې د ټولګټو پروژو په عملي کولو او ساتنه کې له دولت سره همکاري وکړي.

د محمداغې ولسوالۍ یوه قومي مشر رفیع‌الله پژواک ته وویل، د دغو پروژو له لارې د کرنې لپاره د اړتیا وړ اوبه برابرېدلای شي او د اوبو ضایعاتو مخه هم نیول کېږي.

دغه قومي مشر پر کورنیو او نړۍوالو موسسو او حکومت غږ وکړ چې ورته پروژې دې د دغه ولایت په نورو سیمو کې هم عملي کړي.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.