ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

افغانستان ته د ازبکستان علماوو سفر د ګډو ارزښتونو پياوړتیا لپاره ارزښتناک فرصت وبلل شو

افغانستان ته د ازبکستان علماوو سفر د ګډو ارزښتونو پياوړتیا لپاره ارزښتناک فرصت وبلل شو

author avatar
24 Oct 2024 - 11:31
افغانستان ته د ازبکستان علماوو سفر د ګډو ارزښتونو پياوړتیا لپاره ارزښتناک فرصت وبلل شو
author avatar
24 Oct 2024 - 11:31

کابل (پژواک، ۳ لړم ۱۴۰۳): د افغانستان د ارشاد، حج او اوقافو سرپرست وزیر کابل کې د ازبکستان هېواد له علماوو سره په لیدنه کې ویلي، د یاد هېواد د علماوو او چارواکو راتګ له افغانستان سره د ښه ګاونډیتوب، ګډو متقابلو ګټو د تعامل او همکاریو ښکارندویي کوي.

تېره ورځ، د ازبکستان هېواد د مسلمانانو ادارې مشر شیخ مفتي نورالدین خالق نظر په مشرۍ د دیني علماوو یو پلاوی د افغانستان د ارشاد، حج اوقافو وزارت د سرپرست مفتي نورمحمد ثاقب په رسمي بلنه کابل ته راغلی دی.

د ارشاد، حج او اوقافو وزارت په خبرپاڼه کې راغلي چې تېره ورځ د یاد وزارت سرپرست مفتي نورمحمد ثاقب د ازبکستان هېواد د مسلمانانو د ادارې مشر مفتي شیخ نورالدین خالق نظر په مشرۍ مل پلاوي سره په کابل کې وکتل.

سرچینه زیاتوي، مفتي ثاقب په یاده ليدنه کې ویلي: «د ازبکستان هېواد د جیدو علماوو او لوړ پوړو دولتي چارواکو راتګ د افغانستان د اسلامي امارت او افغان ولس سره د ښه ګاونډیتوب، نیک نیت، او ګډو متقابلو ګټو د تعامل او همکاریو ښکارندویي کوي.»

د ارشاد، حج او اوقافو سرپرست وزير ویلي، افغانستان ته د ازبکستان هېواد د علماوو سفر دا فرصت رامنځته کوي چې د ګډ‌و باورونو پر بنسټ نوې همکارۍ او اړیکې رامنځته شي، د یو او بل د کلتور، تاریخ او ارزښتونو په اړه د لا ښه پوهیدو زمینه برابره شي.

سرچینه زیاتوي، مفتي شیخ نورالدین خالق نظر هم په یاده ليدنه کې افغانستان ته د دوی سفر د ګډو ارزښتونو او باورونو پياوړتیا لپاره یو ارزښتناک فرصت بللی او ويلي يې دي چې ازبکستان او افغانستان دواړه اسلامي او کاونډي هېوادونه دي او په دیني، کلتوري، مذهبي چارو کې زیات ورته‌والی لري.

په خبرپاڼه کې راغلي، د ازبکستان هېواد د علماوو پلاوی به د حکومتي چارواکو ترڅنګ د هېواد له تاریخي، مقدسو او مشهورو ځایونو څخه هم لیدنه وکړي.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.