Language

د اسرائیلو تازه بریدونو کې ۷۴ فلسطینیانو ژوند له لاسه ورکړی

کابل (پژواک، ۳ لړم ۱۴۰۳): د غزې روغتيايي چارواکي وايي چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د اسرائیلو بریدونو کې د ښځو او ماشومانو په ګډون ۷۴ فلسطینیانو ژوند له لاسه ورکړی او ۱۳۰ نور ټپيان شوي دي.

د فلسطین دولتي خبري اژانس (وفا) د راپور له مخې، دغه مرګ‌ژوبله د غزې په بېلابېلو سيمو کې د اسرائیلي ځواکونو په شپږو مرګونو بریدونو کې اوښتې ده.

د راپورونو له مخې، تر دې مهاله په غزه کې د اسرائیلي ځواکونو بریدونو کې څه باندې ۴۲۷۹۲ فلسطینیانو ژوند له لاسه ورکړی او ۱۰۰۴۱۲ نور ټپيان شوي دي.