ژبه

له افغانستانه په تېرو نهو میاشتو کې د ۷۳۷ میلیون ډالرو په ارزښت کرنیز محصولات صادر شوي

کابل (پژواک، ۵ لړم ۱۴۰۳): د ریاست‌الوزراء اقتصادي معاونیت وايي، د روان زېږدیز کال په تېرو نهو میاشتو کې له افغانستانه بهر ته د شاوخوا ۷۳۷ میلیون ډالرو په ارزښت کرنیز محصولات صادر شوي دي.

د ریاست‌الوزراء اقتصادي معاونیت له لوري نن په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې یاد کرنیز محصولات د روان ۲۰۲۴ زېږدیز کال په تېرو نهو میاشتو کې له افغانستانه بهرنیو هېوادونو ته صادر شوي دي.

د خبرپاڼې په حواله، په یاده موده کې د ۱۶۲ میلیون ډالرو په ارزښت پنبه، د ۹۳ میلیون ډالرو په ارزښت ممیز، د ۸۰ میلیون ډالرو په ارزښت انجه، د ۹۷ میلیون ډالرو په ارزښت انځر، د ۳۷ میلیون ډالرو په ارزښت پیاز او د د ۳۵ میلیون ډالرو په ارزښت زعفران صادر شوي دي.

دغه راز، د ۳۵ میلیون ډالرو په ارزښت رومي بادنجان، د ۳۰ میلیون ډالرو په ارزښت زردالو، د ۳۰ میلیون ډالرو په ارزښت بادام، د ۳۰ میلیون ډالرو په ارزښت زیره، د ۲۲ میلیون ډالرو په ارزښت مۍ، د ۲۱ میلیون ډالرو په ارزښت پسته، د ۱۵ انګور، د ۱۳ منې، د ۱۳ تنباکو، د ۱۳ میلیون په ارزښت طبي بوټي، د لس میلیون بادرنګ او د یو میلیون امریکایي ډالرو په ارزښت کچالو صادر شوي دي.

د خبرپاڼې د معلوماتو له مخې، دغه صادرات له افغانستانه ایران، پاکستان، هند، ترکیې، چین، روسیې، عربي متحده اماراتو، قزاقستان، ازبکستان، هالنډ، جرمني او داسې نورو هېوادونو ته شوي دي.

خو سرچینې د یادو صادراتو د وزن په اړه څه نه دي ویلي.