ژبه

هرات کې پنځه کسان د غلا په تور نیول شوي

هرات (پژواک، ٦ لړم ١٤٠٣): د هرات امنیتي سرچینې وایي چې امنیتي ځواکونو د دغه ښار د لسمې حوزې مربوطاتو کې د حرفوي غلو یوه پنځه کسیزه ډله نیولې ده.

د هرات د امنیې قوماندانۍ ویاند غلام‌نبي نبي‌زاده وایي چې د دې قوماندانۍ د لسمې امنیتي حوزې ځواکونو نن په یو لړ عملیاتو کې پنځه کسان چې د حرفوي غلو د ډلې غړي دي، د دغې حوزې په مربوطاتو کې نیولي دي.

نوموړي زیاته کړه چې نیول شوو کسانو دغه ولایت کې له خلکو ټیلیفونونه او نقلیه وسایط غلا کول.

د هغه په خبره، له دغو کسانو درې موټرسایکلونه او نور غلا شوي وسایل هم لاسته راغلي او اوس د امنیتي ځواکونو تر نظارت لاندې دي.

د یادونې ده، ترلاسه شوي موټرسایکلونه د قانوني اسنادو له مخې، خپلو مالکینو ته سپارل شوي دي.

ورته موضوع