هرات (پژواک، ٦ لړم ١٤٠٣): د هرات امنیتي سرچینې وایي چې امنیتي ځواکونو د دغه ښار د لسمې حوزې مربوطاتو کې د حرفوي غلو یوه پنځه کسیزه ډله نیولې ده.
د هرات د امنیې قوماندانۍ ویاند غلامنبي نبيزاده وایي چې د دې قوماندانۍ د لسمې امنیتي حوزې ځواکونو نن په یو لړ عملیاتو کې پنځه کسان چې د حرفوي غلو د ډلې غړي دي، د دغې حوزې په مربوطاتو کې نیولي دي.
نوموړي زیاته کړه چې نیول شوو کسانو دغه ولایت کې له خلکو ټیلیفونونه او نقلیه وسایط غلا کول.
د هغه په خبره، له دغو کسانو درې موټرسایکلونه او نور غلا شوي وسایل هم لاسته راغلي او اوس د امنیتي ځواکونو تر نظارت لاندې دي.
د یادونې ده، ترلاسه شوي موټرسایکلونه د قانوني اسنادو له مخې، خپلو مالکینو ته سپارل شوي دي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP