کابل (پژواک، ۷ لړم ۱۴۰۳): یوې ازبکستاني رسنۍ راپور ورکړی چې د افغانستان لباره د ازبکستان «ځانګړی او کامل الاختیار» سفیر ایبک عثمانوف کابل ته رسېدلی دی.
د دنيا په نوم د ازبکستان یوې رسنۍ ليکلي چې عثمانوف تېره ورځ کابل ته تللی دی.
سرچینه لیکي، هغه له دې مخکې په پاکستان کې د ازبکستان د سفیر په توګه دنده ترسره کوله چې په پښتو، دري او انګلیسي ژبو روانې خبرې کولی شي.
د سرچينې د معلوماتو له مخې، تر ده وړاندې یادګارخوجه شادمانوف له ۲۰۱۲ تر ۲۰۲۴ کال پورې په کابل کې د ازبکستان سفیر و.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP