ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

مخابراتو وزارت په ۱۶ ولایتونو کې د کمپيوټر زده‌کړې وړیا ښوونیز مرکزونه پرانيستي

مخابراتو وزارت په ۱۶ ولایتونو کې د کمپيوټر زده‌کړې وړیا ښوونیز مرکزونه پرانيستي

author avatar
28 Oct 2024 - 16:00
مخابراتو وزارت په ۱۶ ولایتونو کې د کمپيوټر زده‌کړې وړیا ښوونیز مرکزونه پرانيستي
author avatar
28 Oct 2024 - 16:00

پل‌علم (پژواک، ۷ لړم ۱۴۰۳): د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت مسوولین وایي چې د لوګر په ګډون د هېواد په ۱۶ ولایتونو کې یې د کمپيوټر زده‌کړې وړیا ښوونیز مرکزونه پرانيستي دي.

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د څارنې عمومي ريیس مولوي محمدطارق فاروقي د لوګر په مرکز پل‌علم کې په دې اړه یوې جوړې شوې غونډې ته وویل، د هېواد په مرکزي، سوېلي او شمالي ولایتونو کې د کمپيوټر زده‌کړې ۱۶ ښوونیز مرکزونه پرانيستل شول.

نوموړي زیاته کړه، یاد مرکزونو د شاوخوا ۳۵ میلیون افغانیو په لګښت پرانيستل شوي چې سلګونه ځوانانو ته به په کې د کمپیوټر زده‌کړې اسانتیاوې برابرې شي.

ده وویل، یادو مرکزونو کې دولتي کارکوونکي او عام ځوانان په وړیا توګه زده‌کړې کولای شي.

فاروقي همدارنګه زیاته کړه، مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت په تېرو درېیو کلونو کې د مخابراتو برخه کې زر نوي سایټونه پرانیستي او همدارنګه یې د ۲۵ میلیونه سيمکارتونو له ډلې نږدې نیمايي د برېښنایي پېژندپاڼو له مخې ثبت او راجستر کړي دي.

دغه راز، د لوګر مرستیال والي مولوي محمدانور دین‌پرور وویل، خوښ دی چې په دغه ولایت کې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت له لوري د کمپیوټر زده‌کړې وړیا ښوونیز مرکز پرانيستل شو.

نوموړي د لوګر د دولتي ادارو پر کارکوونکو او ځوانانو غږ وکړ چې د کمپيوټر زده‌کړې له دغه فرصته ګټه پورته کړي.

همدارنګه د لوګر د مخابراتو ریيس مولوي مطیع‌الله عابد وویل، په دغه ولایت کې د دوه میلیون افغانیو په لګښت د کمپیوټر زده‌کړې مرکز پرانیستی چې سلګونو ځوانانو ته په کې د شاملېدو زمینه برابره شوې ده.

د یادونې ده، د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت په لومړي ځل په لوګر ولایت کې د کمپیوټر زده‌کړې وړیا مرکز پرانیست.

Views: 0

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.