میدانوردګ (پژواک، ۸ لړم ۱۴۰۳): د میدانوردګو ولایت په چک ولسوالۍ کې د څه باندې لس میلیونه افغانیو په لګښت یوه ښوونځي ته ودانۍ جوړه او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.
د میدانوردګو ولایت مقام په خبرپاڼه کې راغلي چې د دغه ودانۍ لګښت د پوهنې وزارت له لورې ورکړل شوی دی.
هغه وویل چې پر دغه ودانۍ ۱۰ میلیونه او ۳۸۲ زره افغانۍ لګښت راغلی دی.
سرچينې لیکلي، په دغه پروژه کې د یوې ودانۍ، احاطوي او استنادي دېوالونو جوړول او د لمریزې برېښنا او پاکو اوبو سیسټمونه او یو شمېر نور اړین ملحقات شامل دي.
Views: 0
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن