کابل (پژواک، ۱۲ لړم ۱۴۰۳): د افغانستان په چارو کې د ازبکستان ځانګړي استازي عصمتالله ایرګاشف د منځنۍ اسیا لپاره د اروپایي ټولنې له استازې تري هاکالا سره لیدلي او د افغانستان په اړه یې خبرې اترې کړې دي.
د ازبکستان د بهرنیو چارو وزارت په یوه خبرپاڼه کې لیکلي چې دواړو خواوو په یاده لیدنه کې په افغانستان کې د بشري ناورین د مخنیوي لپاره پر ګډو همکاریو ټینګار کړی دی.
په خبرپاڼه کې راغلي چې د منځنۍ اسیا لپاره د اروپایي ټولنې استازې د افغانستان په اړه د سیمې د یوه متحد دریځ د رامنځته کولو او په دغه هېواد کې د اوږدمهالې سولې او ثبات راتلو لپاره د ازبکستان له هڅو ستاینه کړې ده.
یاده لیدنه داسې مهال شوې چې د افغانستان په چارو کې د ازبکستان د ولسمشر ځانګړي استازي تېره اونۍ په دغه هېواد کې د هالنډ له سفیر یکشیمرز سره په تاشکند ښار کې لیدلي او د افغانستان د وضعیت په اړه یې له یو بل سره خبرې اترې کړې دي.
ازبکستان یو له هغو هېوادونو دی چې د اسلامي امارت له بیا واکمنېدو وروسته له سرپرست حکومت سره ښې اقتصادي او سیاسي اړیکې لري.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن