کابل (پژواک، ۱۳ لړم ۱۴۰۳): د پوهنې وزارت وایي، د ۱۴۰۴ لمریز کال عمومي او دیني مدرسو کانکور ازموینې لپاره نوملېکنه پیل شوه او فارغان کولای شي چې د روان کال د مرغومي میاشتې تر پایه نوملېکنه وکړي.
د پوهنې وزارت ویاند قاري منصوراحمد حمزه پر خپله اېکسپاڼه لیکلي: «د دولسمو ټولګیو او دیني مدارسو ټولو فارغانو ته، چې غواړي د ۱۴۰۴ کال کانکور ازموینې لپاره نوم لیکنه وکړي، خبر ورکول کیږي، چې د نوم لیکنې فورم له دغه لېنک (https://t.co/9gccHpH4Tw) څخه ترلاسه کړي، له بشپړولو او چاپ وروسته یې له ۴۰۰ افغانۍ حقالشمول سره اړوند ښوونځي یا مدرسې ته وسپاري.»
سرچينې لیکلي، د نوم لیکنې په تړاو بشپړ لارښود په لېنک کې نشر شوی، داوطلبان کولای شي د فورم طی مراحلو په اړه ترې ټول معلومات ترلاسه کړي.
د پوهنې وزارت لیکلي چې د نوملېکنې وروستۍ نېټه د ۱۴۰۳ کال د مرغومې تر ۳۰ مې پورې ده.