مزارشریف (پژواک، ۱۶ لړم ۱۴۰۳): د ملي دفاع وزارت مسوولین وایي، د شمال زون ۲۰۹ الفتح قولاردو انجنيرانو په تېرو درېیو کلونو کې څه باندې ۷۳۰۹ بېلابېل نظامي وسايط ترمیم او فعال کړي دي.
د الفتح قولاردو رییس ارکان نقیبالله عزیزي وایي، دغه نظامي تجهيزات د دې قولاردو د مسلکي انجنيرانو پر مټ او هڅو په اساسي توګه ترمیم شوي او د استفادې وړ دي.
عزیزي دغه راز زیاتوي چې د دوی تخنیکي پرسونل د تېرو درېیو کلونو په موده کې ۷۳۰۹ بېلابېل ډوله نظامي وسایط ترمیم او بېرته فعال کړي دي.
د عزیزي په وینا، ترمیم شوو وسایطو کې ۵۰۴۷ رینجر، ۷۳۰ هاموې ټانکونه، ۴۷۹ انټرنېشنل، ۲۱ ضربتي ټانکونه، د ساختماني چارو ۲۵۴ بېلابېل ډول وسایط، ۳۳ څلورټایره موټرسایکلونه او ۷۴۵ نور موټر ترمیم او ګټې اخيستنې ته سپارل شوي دي.
د ملي دفاع وزارت د تخنیک عمومي رییس علاوالدین اغا چې تېره ورځ یې د ۲۰۹ الفتح قولاردو له تخنیکي ورکشاپه لیدنه کړې ویلي چې په ټول هېواد کې شاوخوا ۸۰ سلنه نظامي وسایط ترمیم او استفادې ته چمتو شوي دي.
هغه زیاتوي: «الحمدالله په ټولو قولاردوګانو، لواګانو او قطعاتو کې د ترمیم کار روان دی، مخکې چې تکیه پر بهرنیانو وه، اوس هغه تکیه ختمه شوې او ټول ورکشاپونه افغان انجنیران چلوي.»
د نوموړي په وینا، په یاده موده کې شاوخوا ۹۰ نظامي الوتکې هم ترمیم او الوتنې ته چمتو شوې دي.
په همدې حال کې، د یادې قولاردو ورکشاپ کې د محمدحامد په نوم یو انجنیر وایي، دغه ورکشاپ شاوخوا ۷۰ انجنیران لري او هر ډول نظامي وسایط او وسلې ترمیمولای شي.
د یادونې ده، له دې مخکې په کابل او څو نورو ولایتونو کې زرګونه تخریب شوي نظامي وسایط او وسلې ترمیم او بیا کارېدو ته چمتو شوي دي.