د دفاع وزارت: سلګونه نور پوځي وسایط ترمیم شول
د افغانستان ملي دفاع وزارت وايي چې د دغه وزارت د ځانګړو ځواکونو فرقې ورکشاپ کې څه باندې زر بېلابېل ډول پوځي وسایط ترمیم شوي دي.
د افغانستان ملي دفاع وزارت وايي چې د دغه وزارت د ځانګړو ځواکونو فرقې ورکشاپ کې څه باندې زر بېلابېل ډول پوځي وسایط ترمیم شوي دي.
د بدخشان د جرم – بهارک سړک یو شمېر موټرچلوونکي او مسافر وایي چې دغه سړک په څو برخو کې د تخریبېدو په حال کې دی او له مسوولینو غواړي چې د دې لارې بیارغونې ته پام وکړي.
د ملي دفاع وزارت وايي چې د هرات په ۲۰۷ الفاروق قولاردو کې ۳۸۰ میله بېلابېلې وسلې او ۲۱۳ پوځي وسایط ترمیم شوي دي.
د هلمند پوهنې ریاست مسوولین وایي، روان کال یې د دغه ولایت په ۱۹ ولسوالیو کې د ۱۱۹ ښوونځیو ودانۍ ترمیم کړې دي.
د لغمان پوهنې ریاست مسوولین وایي، په تېر یوه کال کې د دغه ولایت په مرکز او ولسوالیو کې د ۵۰ ښوونځيو ودانۍ بیارغول شوې او یوازې یوه ښوونځي ته نوې ودانۍ جوړه شوې ده.
د افغانستان ملي دفاع وزارت وايي، يوه بلکهاک امریکايي چورلکه چې د ۱۴۰۰ کال د تحول پر مهال تخریب شوې وه، ترميم شوه او الوتنه یې ترسره کړه.
د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وايي چې له تېرو دوو کلونو راهیسې یې ۴۰ زره بېلابېل نظامي وسایط او اته زره وسلې ترمیم کړي دي.
د ملي دفاع وزارت وايي، د ۳۱۳ مرکزي قلاردو تخنیکي او مسلکي انجینرانو په هلو ځلو ۲۴ «اېمرپ» امریکايي ټانګونه ترمیم او ګټې اخیستنې ته چمتو شول.
د ټولګټو وزارت مسوولین وايي چې د کندهار ښار له ډنډ چوک څخه تر باغپُل پورې یې د ۱۵ میلیون افغانیو په لګښت د ۲۰ کیلومتره سړک د ترمیم چارې پیل کړې دي.
د بلخ مسوولین وایي، د دغه ولایت ۲۰۹ الفتح قول اردو انجنيرانو ۲۴۳۲ بېلابېل نظامي وسايط او ۴۷۵ بېلا بېلې تخریب شوې وسلې ترمیم او فعاله کړې دي.
د ملي دفاع وزارت وایي، په کندهار کې د هوایي ځواک لوا د هوایي تخنیک انجنیري ټيم په پرلهپسې هڅو یوه MD530 چورلکه ترمیم او الوتنې ته یې چمتو کړې ده.
د بامیان سیمهییز مسوولین وایي چې د بامیان- دایکنډي ترمنځ ۴۱ کیلومټره لویېلارې د ترمیم او بیارغونې چارې پیل شوې.
د هرات امنیتي سرچینې وایي، د هېواد په لوېدیځ زون کې د الفاروق ۲۰۷ قولاردو د تخنیکي ټيم له خوا ۶۰ خراب شوي نظامي وسایط ترمیم شوي دي.
ملي دفاع وزارت وایي، د هوایي ځواک د تخنیکي ټیم مسلکي انجینرانو د هڅو په پایله کې یوه «Mi – 17» روسي او یوه «UH60» بلک هاک امریکایي چورلکه ترمیم شوې او ازمایښتي الوتنې یې په بریاليتوب سره ترسره کړې.
د ملي دفاع وزارت وايي، ۳۰۰ بېلابېل نظامي وسایط یې چې تخریب شوي او د استفادې وړ نه وو، بېرته ترمیم کړي دي.
سرپل (پژواک، ۲۳ سلواغه ۱۴۰۱): د سرپل د پوهنې ریاست مسوولین وایي، د روان کال په لومړیو لسو میاشتو کې د بېلابېلو موسسو له خوا د ۲۰ میلیون افغانیو په لګښت د دغه ولایت د ۴۵ ښوونځيو ودانۍ ترمیم شوې…
د کابل- هرات سړک چې د تېرو جګړو له امله ډېر تخریب شوی او اوس يې د ترمیم کارونه روان دي، خلک غوښتنه کوي چې دغه چارې دې د ژمي له رارسېدو مخکې باید بشپړې شي.
د لوګر سیمهییز مسوولین وایي، د دغه ولایت له مرکز پل علم تر ازرې ولسوالۍ ۴۷ کیلومتره سړک د غنمو په بدل کې د ګومارل شوو سلګونو کسانو له خوا ورغول شو.
د افغانستان ملي دفاع وزارت وایي، د هوایي ځواک انجنیرانو او تخنیکرانو، درې وزرلرونکې الوتکې ترمیم او فعالې کړې دي.
د کابل- کندهار لارې اړوند له غزني ښاره بیا د دغه ولایت تر مقر ولسوالۍ د ۱۱۰ کیلومتره برخې - چې په تېرو جګړو کې ویجاړې شوې دي- د ترمیم او پرخوالو چارې پيل شوې.