ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د بامیان – دایکنډي ۴۱ کیلومټره لویې‌لارې د ترمیم چارې پیل شوې

د بامیان – دایکنډي ۴۱ کیلومټره لویې‌لارې د ترمیم چارې پیل شوې

author avatar
17 May 2023 - 13:50
د بامیان – دایکنډي ۴۱ کیلومټره لویې‌لارې د ترمیم چارې پیل شوې
author avatar
17 May 2023 - 13:50

بامیان (پژواک، ۲۷ غویی ۱۴۰۲): د بامیان سیمه‌ییز مسوولین وایي چې د بامیان- دایکنډي ترمنځ ۴۱ کیلومټره لویې‌لارې د ترمیم او بیارغونې چارې پیل شوې.

د بامیان د ټولګټو چارو رییس ملا عبدالخالق حقمل پژواک خبري اژانس ته وویل چې د یادې لارې د ترمیم او بیارغولو چارې د قوناق کوتل له پیله د بامیانو د ورس ولسوالۍ تر مرکزه پیل شوې ده.

د هغه په خبره، یاد لاره چې مرکزي ولایتونه له یو بل سره نښلوي، له ټرانسپورټي پلوه د ډېر اهمیت وړ ده او جوړېدل د مسافرو لپاره د اسانتیاوو رامنځته کولو لامل کېږي.

نوموړي زیاته کړه چې یاده لاره د بامیان ولایت د ټولګټو ریاست د ماشینرۍ ټیم او کارکوونکو له خوا ترمیم او پرې جغل اچول کېږي.

دغه‌راز د یادې لارې یو موټرچلوونکی نجیب‌الله وایي، د دایکنډي سړک د بامیان له یکاولنګ ولسوالۍ تر دایکنډي پورې خام دی او په بشپړ ډول تخریب شوی دی.

د هغه په خبره، د یادې لارې خرابوالی د موټرونو د خرابېدو او ترافیکي پېښو لامل کېږي.

د ورس ولسوالۍ یوه قومي مشر عبدالقیوم هم پژواک ته وویل: «د بامیان – دایکنډي سړک له ورس څخه تر قوناق کوتله ډېر خراب دی او د استفادې وړ نه دی، په وروستیو دوو میاشتو کې پر دې لاره څلور ترافیکي پېښې شوې؛ په ځلونو د دغه سړک ستونزه له مسوولینو سره شریکه شوې چې تر اوسه ورته جدي پاملرنه نه ده شوې.»

Views: 23

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.