ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د تېرو جګړو زیانونه؛ خلک وايي، د کابل – غزني سړک د ترمیم چارې دې چټکې شي

د تېرو جګړو زیانونه؛ خلک وايي، د کابل – غزني سړک د ترمیم چارې دې چټکې شي

author avatar
12 Dec 2022 - 14:38
د تېرو جګړو زیانونه؛ خلک وايي، د کابل – غزني سړک د ترمیم چارې دې چټکې شي
author avatar
12 Dec 2022 - 14:38

میدان‌ښار(پژواک، ۲۱ لېندۍ ۱۴۰۱): د کابل- هرات سړک چې د تېرو جګړو له امله ډېر تخریب شوی او اوس يې د ترمیم کارونه روان دي، خلک غوښتنه کوي چې دغه چارې دې د ژمي له رارسېدو مخکې باید بشپړې شي.

د میدان وردګو اوسېدونکي وايي، د دغه ولایت په مربوطاتو کې د کابل –هرات لويې لارې د ترمیم چارې شاوخوا درې میاشتې مخکې پيل شوې وې، خو لا هم بشپړې شوې نه دي.

د رحمت‌الله په نوم یوه موټرچلوونکي پژواک خبري اژانس ته وویل: «کابو درې میاشتې کېږي چې د کابل- هرات لارې د ترمیم کارونه د میدان وردګو په مربوطاتو کې پيل شوي او دا ښه اقدام دی، خو باید ژر بشپړ شي؛ ځکه په ژمي کې به د لارو بندېدو لامل شي.»

ده زیاته کړه، د ټولګټو چارو وزارت باید د دغه سړک د ترمیم چارې په ښه ډول وڅاري او قراردادي شرکت دې اړ کړي چې کارونه یي چټک کړي.

د کابل- هرات پر لار یو بل موټرچلوونکی عزت‌الله هم وايي، د لارې ترمیمول یو ښه اقدام دی خو باید اړوند ارګانونه هڅه وکړي چې دغه کارونه په کم وخت کې بشپړ شي.

هغه وویل: «دا څو میاشتې کېږي چې د میدان وردګو له دراني تر غزني پورې د لويې لارې په اوږدو کې د وړو پُلونو د ترمیم کارونه روان دي چې له امله يې موټر په فرعي او خامه لارو ځي او هیله مو دا ده چې دغه کارونه ژر بشپړ شي.»

نوموړي زیاته کړه، که دغه کارونه د ژمي له رسېدو مخکې بشپړ نه شي، نو مسافر او موټرچلوونکي به له سختو ستونزو سره مخ شي او ښايي وخت ناوخته د لارې بندېدو شاهدان وي.

د سیمې خلک هم له حکومته غواړي چې د یادې لارې د ترمیم کارونه دې چټک شي.

د میدان وردګو د جلرېز اړوند بادام سیمې اوسېدونکي لعل ګل وويل، د دوی په سیمه کې د کابل- هرات لويې لارې د ترمیم کارونه ډېر سوکه روان دي او له ټولګټو چارو وزارت څخه غواړي چې پر قراردادي شرکت فشار راوړي څو کارونه چټک کړي.

بلخوا، د بصیر احمدزي شرکت – چې د میدان وردګ-  غزني سړک د ترمیم چارې يې له ټولګټو چارو وزارت څخه په اجاره نیولې- د انجنیرۍ برخې مسوول احمدضیا د کار ځنډېدو مسوول اړوند وزارت ګڼي.

ده وویل: «وزارت د دغې لارې د ترمیم چارو له پرانیستې دوه میاشتې وروسته موږ ته د ډیزان طرحه وسپارله او د کار د اوږدېدو اصلي دلیل همدا دی.»

نوموړي زیاته کړه، د یادې لارې د ترمیم موده ۹ کاري میاشتې ټاکل شوې او د موسم په بدلېدو سره به دوی هڅه وکړي چې په ټاکلي وخت خپل کارونه بشپړ کړي.

په ورته مهال، د میدان وردګو ولایت د ټولګټو چارو ریاست بیا د یاد سړک د ترمیم په چارو کې د ځنډ لامل د ورځو لنډوالی ګڼي.

د دغه ولایت د ټولګټو چارو رییس مولوي شفیع‌الله احمد وویل: «دا خو طبیعي ده چې د کار په لومړیو کې ستونزې وي، خو د میدان وردګو په مربوطاتو کې د کابل – هرات لويې لارې د ترمیم کارونو د ځنډ اصلي لامل د کاري ورځو لنډوالی او د هوا سړېدل دي.»

نوموړي زیاته کړه، د پلچکونو رغولو اساسي کارونه بشپړ شوي او په راتلونکو لسو ورځو کې به بېرته ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.

د کابل- هرات لویه لار چې د تېرې شل کلنې جګړې په اوږدو کې ډېره تخریب شوې، د سرپرست حکومت په واکمنېدو سره يې د بېلابېلو ولایتونو په اوږدو کې د ترمیم چارې پيل شوې چې تر اوسه نه دي بشپړې شوې.

Visits: 257

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.