Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

میدان‌وردګو کې د ۱۵ رغنیزو پروژو چارې پیل شوې

میدان‌ښار (پژواک، ۱۹ لړم ۱۴۰۳): میدان‌ورګو ولایت کې د څه باندې درې سوه زره امریکايي ډالرو په لګښت د ۱۵ بېلابېلو پروژو چارې پيل شوې.

د میدان‌وردګو د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ريیس مولو عبدالجبار خالد پژواک خبري اژانس ته وویل چې د خوړو او کرنې نړۍوال سازمان په همکارۍ د دغه ولایت په نرخ، دایمیرداد او جغتو ولسواليو کې د ۱۵ بېلابېلو پروژو رغنیزې چارې پيل شوې.

هغه وايي چې په دې پروژو کې ۷۲ زره ترنچونه (د باران اوبو ذخیره کولو لپاره وړې کندې)، ۲۵ کوچني چک‌ډیمونه، ګودورنه، حوضونه، کارېزونه او د جامو مینځلو ځایونو جوړول شامل دي.

د نوموړي د معلوماتو له مخې، پر یادو پروژو ۳۱۵ زره امریکايي ډالر لګښت راځي چې د یاد سازمان له لوري ورکول کېږي او چارې به یې د ۴۰ ورځو په موده کې بشپړې شي.

د ده په وینا، په دغو پروژو کې ۱۲۰۰ کسانو ته د کار زمینه برابره شوې او هر کس ته د ۴۰ ورځو کار په بدل کې ۲۰۰ ډالره ورکول کېږي.

بل لور ته، خلک هم د دغو پروژو پلې کېدو ته خوښ دي.

د نرخ ولسوالۍ یوه اوسېدونکي عیسی‌محمد پژواک ته وویل، خوښ دی چې په یادو پروژو کې ورته د کار زمینه برابره شوې ده.

دی وايي، د وزګارو کسانو کچه لوړه ده، حکومت او نړۍوال بنسټونه باید د دغه شان پروژو په پلې کولو سره خلکو ته د کار زمینه برابره کړي.

دا په داسې حال کې ده چې له دې مخکې هم د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې سازمان له لوري د میدان‌وردګو ولایت په ځینو سیمو کې یو شمېر پروژې پلې شوې دي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.