Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د ایران سفارت فرهنګي اتشه: نږدې راتلونکي کې به په کابل کې ګډ هنري او فرهنګي نندارتون جوړ شي

کابل (پژواک، ۲۰ لړم ۱۴۰۳): په افغانستان کې د ایران سفارت فرهنګي اتشې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت له مرستیال سره په لیدنه کې په نږدې راتلونکي کې په کابل کې د ګډ هنري او فرهنګي نندارتون جوړولو خبر ورکړی دی.

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت پر خپله اېکس‌پاڼه لیکلي چې نن د دغه وزارت د ګرځندوی، مالي او اداري مرستیال مولوي قدرت الله جمال په خپل کاري دفتر کې د ایران سفارت له فرهنګي اتشې دوکتور سید روح الله حسیني سره ولیدل.

سرچینې لیکلي چې په دې ناسته کې دواړو لورو د ګرځندوی، فرهنګي او هنري موضوعاتو په اړه خبرې وکړې.

په پای کې لیکل شوي چې د ایران سفارت فرهنګي اتشې په نږدې راتلونکي کې په کابل کې د ایران او افغانستان د ګډ هنري او فرهنګي نندارتون جوړولو خبر ورکړی دی.

د سرچینې په خبره، حسیني د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د ګرځندوی، مالي او اداري مرستیال ته بلنه ورکړه چې د یوه رسمي سفر په ترڅ له ایرانه لیدنه وکړي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.