Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

بدخشان کې بڼوال وايي، حکومت دې سړې خونې ورته جوړې کړي

فیض‌اباد (پژواک، ۲۱ لړم ۱۴۰۳): بدخشان کې بڼوال د خپلو محصولاتو ساتنې لپاره د معیاري سړو خونو له نشتوالي شکایت کوي او له حکومته غواړي چې دوی ته معیاري سړې خونې جوړې کړي.

د بدخشان د بهارک ولسوالۍ اوسېدونکی سیدابرار چې د مڼو باغ لري، اوسمهال یو من (اووه کیلو) مڼې په ۱۰۰ افغانۍ پلوري چې د خپلې لس‌کسیزې کورنۍ لومړنۍ اړتیاوې یې هم نه پوره کوي.

هغه د اندېښنې څرګندولو ترڅنګ وویل: «اوسمهال د خپلو محصولاتو ساتلو لپاره هیڅ معیاري سړه خونه لرو، که حکومت سړه خونه راته جوړه کړي، له حاصلاتو به ډېره ګټه ترلاسه کړو.»

امرالله چې د بهارک ولسوالۍ د فراخ دښتې مربوطاتو کې په بڼوالۍ بوخت دی وايي، د حاصلاتو راټولولو پر مهال د معیاري سړو خونو نشتوالي له امله خپل محصولات په کمه بیه بازار ته وړاندې کوي او یا خرابېږي او له منځه ځي.

خو نوموړي زیاته کړه، د څه مودې په تېرېدو د اړتیا وړ کرنیز محصولات او مېوې له مارکېټه د خپلو محصولاتو په پرتله په څو چنده لوړه بیه پېري.

هغه له اسلامي امارته غواړي چې د مېوو او ترکاریو ساتلو لپاره بڼوالو او بزګرانو ته معیاري سړې خونې جوړې کړي او له نباتي ناروغیو سره د مبارزې برخه کې دې مرسته ورسره وکړي او بڼوالو ته مناسب درمل ورکړي څو لا ډېر محصولات ترلاسه کړي.

ورته مهال، د بدخشان د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د کرنیزو چارو امر قاري احسان‌الله سراجي وايي، بدخشان کې د بڼوالۍ او مالدارۍ ملي پروژې (NHLP) له لارې ۲۸۳ غیرمعیاري سړې خونې جوړې شوې دي.

خو هغه زیاته کړه: «دلته د بڼوالو او بزګرانو موخه معیاري او فعالې سړې خونې دي چې د برق او انرژۍ له لارې د کرنیزو محصولاتو ساتلو لپاره یې زمینه برابره کړي چې لا تر اوسه تپه بدخشان کې دا ډول سړې خونې نه دي جوړې شوي.»

هغه زیاتوي، د فعالو او معیاري سړو خونو جوړولو برخه کې د بزګرانو غوښتنې د کرنې وزارت له مقام سره شریکې شوې او ډېره هیله ده چې دې برخې ته پاملرنه وشي.

هغه زیاته کړه: «د کرنې وزارت د زیربناوو ریاست یو پلاوی تېره میاشت بدخشان ته راغلی و او موږ د ولایت له مقام سره د مرستې په موخه د معیاري او فعالې سړې خونې جوړولو لپاره چې د برق او انرژۍ له لارې د کرنیزو محصولاتو ساتلو لپاره زمینه برابره کړي، یو مناسب ځای تثبیت کړ.»

د هغه په خبره، ټاکل شوې چې د بدخشان په کچه د ۱۵۰۰ مټریک ټنه مېوو او ترکاریو ساتلو لپاره یوه معیاري سړه خونه جوړه شي چې د چین دولت د یادې پروژې د لګښت ورکولو ته لېوالتیا ښودلې ده.

دا په داسې حال کې ده چې هر کال د ژمي په ختمېدو او د پسرلي په رارسېدو سره د مېوو او ترکاریو بیه په بې‌ساري ډول لوړېږي چه سوداګر د بیې لوړېدو یوازېنی لامل د معیاري او فعالو سړو خونو نشتوالی بولي.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.