Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

سلګونه روږدي له درملنې وروسته خپلو کورنیو ته وسپارل شول

کابل (پژواک، ۲۲ لړم  ۱۴۰۳): د کورنیو چارو وزارت وايي، د نشه‌یي توکو سلګونه روږدي له درملنې او مسلکي زده‌کړو له ترلاسه کولو وروسته خپلو کورنیو ته وسپارل شول.

عبدالمتین قانع، د کورنیو چارو وزارت ویاند نن (سه‌شنبه) پر خپله اېکس‌پاڼه لیکلي چې په پنځه زره بستریز حمایوي مرکز کې د نشه‌یي توکو د ۵۰۰ روږدو درملنه بشپړه شوه او ترڅنګ یې مسلکي زده‌کړې هم ترلاسه کړې.

هغه وايي، د کورنیو چارو وزارت له نشه‌یي توکو سره د مبارزې معینیت منسوبینو یاد شمېر روږدي له مرکز او ولایتونو راټول کړي وو.

د قانع  په خبره، یاد کسان په کابل کې وروسته له څلور میاشتنۍ مسلکي روزنې او درملنې د موظفې کمېټې له لوري رخصت او کورنیو ته یې وسپارل شول.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.