Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د اروزګان یو شمېر اوسېدونکي د ویجاړو شوو ټولګټو پروژو د بیارغونې غوښتنه کوي

ترینکوټ (پژواک، ۲۹ لړم ۱۴۰۳): د اروزګان یو شمېر اوسېدونکي په خپلو سیمو کې د سېلابونو له امله د ویجاړو شوو سړکونو، پلونو او پلچکونو د بیارغونې غوښتنه کوي.

د اروزګان ولایت یو شمېر اوسېدونکي وايي، تېر کال د سختو ورښتونو او سېلابونو له امله دغه ولایت کې ګڼ شمېر ټولګټې پروژې، لکه لویې لارې، سړکونه، پلونه او پلچکونه ویجاړ شوي چې تراوسه بېرته نه دي رغېدلي.

هغوی وايي، حکومت باید د ژمې موسم له را رسېدو مخکې د یادو پروژو د بیارغونې چارې پیل کړي.

د چورې ولسوالۍ د پوپلزیو کلي اوسېدونکي محمدنسیم وویل، تېر کال د دوی په سیمه کې یو لوی پل چې د چورې او ګېزاب ولسوالیو ترڅنګ دایکندي ولایت هم له مرکز ترینکوټ سره نښلوي، د سېلابونو د اوبو له امله سخت زیانمن شو چې تراوسه نه دی رغول شوی.

د نوموړي په خبره، هغه وخت مسوولینو ژمنه ورسره کړې وه چې یاد پل به بیرته ورغوي، خو زیاتوي چې تراوسه یې چا پوښتنه نه ده کړې.

هغه زیاته کړه: «دا دی بل ژمی راغی خو لا هم یاد پل نه دی رغول شوی.»

ورته مهال، د دهراوود ولسوالۍ اوسېدونکی بریالی وايي، له مرکز ترینکوټ څخه تر یادې ولسوالۍ پورې لویه لاره تېر ژمي کې د سېلابونو له امله دوه ځایه ویجاړه شوې چې لا هم نه ده رغول شوې.

هغه وویل: «د نږدې لسو میاشتو په تېرېدو سره لاهم پر لار شته خنډونه پر ځای پاتې دي.»

دغه راز، د ترینکوټ ښار اوسېدونکي هم ورته ستونزې یادوي او د حل لپاره یې له مسوولینو د جدي پاملرنې غوښتنه کوي.

د ترینکوټ ښار د خانقې سیمې اوسېدونکی غلام‌اسحاق وایي، یوازې پلونه، لويې لارې او پلچکونه نه دي چې بیاځلي رغولو ته اړتیا لري، بلکې زرګونه جریب کرنیزې ځمکې چې تېر کال اوبو تخریب کړې وې، تراوسه یې د خونديتوب په موخه کوم اقدام نه دی شوی.

ورته مهال، د دغه ولایت ځایي مسوولین هم د خلکو اندېښنې پرځای بولي او زیاتوي چې یادې ستونزې یې له مرکز سره شریکې کړې دي.

د دغه ولایت د ټولګټو چارو رییس مولوي ادم‌جان نعماني وویل، په مرکز او ولسوالیو کې یو شمېر پلونه او لویې لارې شته چې بیارغولو ته اړتیا لري.

هغه زیاته کړه: «زمونږ ریاست د کال له پیل څخه تر دې مهاله څو ځلې له خپل وزارت څخه د ټولګټو پروژو د بیارغونې لپاره د بودجې غوښتنه کړې ده.»

نعماني زیاتوي، بیا هم هڅه کوي چې د یادو ویجاړو شوو پروژو د بیا ترمیم لپاره بودجه پیدا او چارې یې پیل کړي.

هڅه مو وکړه د ویجاړ شوو پلچکونو، پلونو او سربندونو د بیارغولو او کرنیزو ځمکو د خوندې کولو په اړه د کلیو پراختیا او کرنې ریاستونو نظر هم واخلو، خو د دې راپور تر لیکلو یې زمونږ اړیکو ته ځواب رانه‌کړ.

د مسوولینو د معلوماتو له مخې، تېر کال د ورښتونو او سېلابونو له امله دغه ولایت کې څلور لوی پلونه، ۳۲ پلچکونه او ۵۱ د اوبو سربندونه زیانمن شوي دي او دغه راز ۱۳ زره جریب ځمکه چې ډېره یې کرنیزه وه، هم سېلابونو زیانمنه کړې ده.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.