غزنيښار (پژواک، ۶ لېندۍ ۱۴۰۳): د غزني ولایت په ناوې ولسوالۍ کې د شپږنیم میلیون افغانیو په لګښت د یوه سړک د جغلاچونې چارې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.
د غزني د کلیو بيارغونې او پراختيا رییس مولوي محمدقاسم امیني پژواک خبري اژانس ته وویل چې د ناوې ولسوالۍ په محمدخېلو سیمه کې د ۱۷۰۰ مترو په اوږدوالي او د شپږ مترو په پلنوالي پر یوه سړک د جغلاچونې چارې پای ته ورسېدې.
هغه زیاته کړه، د یاد سړک پر جوړولو شپږنیم میلیون افغانۍ لګښت راغلی چې د ملګرو ملتونو د خوړو نړۍوال سازمان له لوري ورکړل شوی دی.
د هغه معلوماتو له مخې، د دغه سړک جوړولو چارې د شپږو میاشتو موده کې ترسره شوې او ۱۳۹ کسانو ته په کې د کار زمینه برابره شوې وه.
دغه راز، د ناوې ولسوالۍ یوه قومي مشر حاجي بازمحمد پژواک ته وویل چې دغه سړک د ناوې یو له مهمو سړکونو دی؛ ځکه هره ورځ پر دې لار سلګونه کسان تګ راتګ کاوه.
نوموړي وویل: «مخکې چې دغه سړک خراب و، تګ راتګ پرې ډېر سخت و او د باران په وخت کې به د سېلاب اوبه ورته هم راوتلې.»
د یادونې ده، ناوه د غزني ښار سوېل لوېدیځ ته په ۱۷۵ کیلومترۍ کې پرته ولسوالي ده چې اوسېدونکي یې ډېر وخت له بېلابېلو ستونزو شکایتونه کوي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP