مزارشریف (پژواک، ۷ لړم ۱۴۰۳): د بلخ ځایي مسوولین وایي چې د دغه ولایت په شولګره ولسوالۍ کې د باران ورېدو او سېلابونو راتلو له امله ۵۰۰ کورونه زیانمن، دوه زره جریب ځمکه تخریب او ۵۰۰ څاروي تلف شوي دي.
د بلخ ولایت د شولګرې ولسوال قطبالدین روحاني پژواک ته وویل، وروستیو ورښتونو او سېلابونو د دې ولسوالۍ د ایلتن او تاجک ایلتن کلیو په ګډون ۱۳ کلي زیانمن شوي دي.
هغه زیاته کړه، د یادو سېلابونو له امله ۵۰۰ کورونه زیانمن او خلک یې بېځایه شوي، ۵۰۰ څاروي تلف شوي او ۲۰۰۰ جریب کرنیزه ځمکه هم ویجاړه شوې ده.
په همدې حال کې، زیانمنې کورنۍ له حکومت او مرستندویه بنسټونو د مرستې غوښتنه کوي.
د شولګرې ولسوالۍ د اولیا کلي اوسېدونکي عبدالرشید پژواک ته وویل چې د سېلاب له امله یې د وریجو، غنمو او سویابینو ټول کښتونه له منځه تللي او هم یې د کور ځیني برخې ویجاړې شوې دي.
عبدالرشید له سرپرست حکومت او مرستندویه ټولنو غواړي چې له زیانمنو کورنیو سره مرسته وکړي.
دغه راز، د دې ولسوالۍ یوه اوسېدونکې سلیمه وایي چې د سېلاب راتلو له امله بېځایه شوې او کور کې یې پاتې ټول خوراکي او نور توکي له منځه تللي دي.
د دې پېښې یو بل زیانمن امانالله هم وایي چې د سېلاب له امله یې کور ویجاړ او هم یې توکي له منځه تللي، هغه له حکومت او مرستندویه ټولنو غواړي څو مرسته ورسره وکړي.
د یادونې ده، وروستیو ورځو کې باران او سېلابونو د بلخ ترڅنګ په کندوز، تخار او فاریاب ولایتونو کې هم خلکو ته زیانونه اړولي دي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP