ژبه

جوزجان کې د دوو کورنیو ترمنځ دښمني پای ته ورسېده

شبرغان (پژواک، ۱۴لیندۍ ۱۴۰۳): په جوزجان ولایت کې د دوو کورنیو ترمنځ دښمني چې اته میاشتې مخکې د څرځای د وېش پر سر رامنځته شوې وه، د ځايي مسوولینو، دیني عالمانو او قومي مشرانو په منځګړیتوب پای ته ورسېده.

د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو رییس مولوي غلام‌نبي صمیم پژواک خبري اژانس ته وویل چې اته میاشتې مخکې د دغه ولایت د قوش‌تپې ولسوالۍ په ترکمن قدوغ کلي کې د دوو کورنیو ترمنځ د څرځایونو پر وېش دښمني رامنځته شوې وه.

هغه زیاته کړه: «یاده شخړه د څرځایونو پر وېش د دې ولسوالۍ د اوسېدونکو نعمت‌الله او نظرعلي ترمنځ رامنځته شوه، نعمت‌الله د نظر علي له لوري وهل شوی او ترمنځ یې ډېر اختلاف پیدا شوی و.»

نوموړي زیاته کړه: «له علماوو، قومي مخورو او مشرانو سره یوځیا له یادو دواړو کورنیو سره وغږېدو، څو ورځې مو ورسره لیدل، تر دې چې نن مو د دواړو کورنیو ترمنځ شخړه پای ته ورسوله او ترمنځ یې سوله او پخلاینه وشوه، دواړو خواوو یو بل ته بښنه وکړه.»

بلخوا، د یاد ولایت په قوش‌تپې ولسوالۍ کې یو قومي مشر فیض بای چې د یادې قضیې په حل کې یې رول درلود وايي چې د جوزجان د قومونو او قبایلو چارو ریاست مسوولینو سره په همکارۍ او همغږۍ شخړو ته رسېدنه کوي.

هغه زیاته کړه: «موږ په دې وروستیو کې د ډېرو داسې موضوعاتو شاهد و چې هم حل شوې او هم پاتې، خو باید وویل شي چې په یووالي کې قدرت او پیاوړتیا ده، کله چې د یوه قوم او یوه هېواد خلک سره یووالی ولري، کولای شي ډېر ستونزې په ښه شکل حل کړي او ګډې موخې ولري.»

ورته مهال، په یاد ولایت کې یو دیني عالم مولوي عبدالمجید دښمني او اختلاف د کورنیو په ګټه نه بولي او د خبرو اترو له لارې یې پر حل او هواري ټینګار وکړ.

هغه وویل: «بالاخره د علماوو او سپین‌ږیرو او زموږ په منځګړیتوب چې له شبرغان ښار څخه راغلي یو موضوع مو فیصله کړه دواړه خواوې مو پخلا کړې او له دې وروسته دغه موضوع حل شوه او ان‌شاءالله په راتلونکي کې د هغوی ترمنځ څه ستونزه نشته.»

د دواړو کورنیو غړو یو بل په یاده جرګه کې په غېږ کې ونیول او خپلې اته میاشتنۍ دښمني یې پای ته ورسوله.

د یادو کورنیو یو غړی نعمت‌الله وویل: «زموږ ترمنځ د څرځایونو د وېش پر سر جنجال رامنځته شو چې د نظرعلي له لوري ووهل شوم، پښه او لاس مې ټپي شوي وو، زموږ دې شخړې اته میاشتې دوام وکړ، خو اوس چې مشران راغلل زموږ دښمني یې حل کړه، د مشرانو فیصله زموږ فیصله ده، خپله خوښ یمه د هغوی له دې پریکړې.»

هغه وايي، مخکې له دې چې ترمنځ یې سوله وشي، تل په ډار کې و او اوس خوښ دي چې یاده دښمني پای ته ورسیده او له دې وروسته یې ترمنځ دښمني نشته.

ورته موضوع