پلعلم (پژواک، ۱۶ لېندۍ ۱۴۰۳): د لوګر امنیه قومانداني وایي، د دغه ولایت په مرکز کې د ترافیکي پېښې له امله دوو کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی او دوه نور ټپیان دي.
د لوګر امنیه قوماندانۍ ویاند احمدالله انس پژواک خبري اژانس ته وويل، دغه پیښه د کابل-لوګر په لويه لاره د مرکز پل علم ښار اړوند په«شش قلعه» سیمه کې د يوه ټرېلر او رینجر موټر د ټکر له امله ترمنځ رامنځته شوې ده.
هغه زیاته کړه چې په دغه پېښه کې دوو امنیتي کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی او دوه نور ټپیان شوي دي.
نظاميان وژل شوې او دوه نور ټپيان شوې دي.
دی وایي، د پېښې ټپیان د درملنې لپاره پلازمېنې کابل ته لېږدول شوي دي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP