Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

لوګر کې د ۳۳ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ پيل شوې

پل‌علم (پژواک، ۲۱ لېندۍ ۱۴۰۳): د لوګر ولایت په مرکز کې د ۳۳ غوره لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ پيل شوې چې دوه اونۍ به دوام وکړي.

د لوګر بدني روزنې او ورزش امر مزمل نعیم‌زي پژواک خبري اژانس ته وویل، د والیبال دغه ژمنۍ سیالۍ د ولایت په کچه د ۳۳ غوره لوبډلو ترمنځ نن پيل شوې چې دوه اونۍ به دوام وکړي.

نعیم‌زي زیاته کړه: «د یادو سیالیو له جوړېدو څخه موخه د ولایت په کچه د والیبال ورزش ته وده ورکول، د ورزشکارانو ترمنځ د تجربو شریکول او همدارنګه د ولایت په کچه د غوره لوبغاړو په نښه کول دي.»

نوموړی زیاتوي، هڅه کوي چې ورته سیالۍ له مرکز پل‌علم څخه ولسوالیو ته هم وغځوي او د والیبال ورزشکارانو ته اړینې اسانتیاوې برابرې کړي.

دغه راز، د یادو سیالیو یوه لوبغاړي عبدالله پژواک ته وویل، خوښ دی چې د ولایت په کچه د غوره لوبډلو ترمنځ د والیبال ژمنۍ سیالۍ پيل شوې.

نوموړي د والیبال له فدارسیون غوښتنه وکړه چې د دغه ولایت د والیبال لوبغاړو ته د ظرفیت لوړونې، وسایلو او لوبغالو په برخو کې اسانتیاوې برابرې کړي.

د یادونې ده چې دوه اونۍ مخکې هم د لوګر ولایت په مرکز کې د ۵۰ غوره لوبغاړو ترمنځ د غېږنیونې سیالۍ ترسره شوې.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.