مهترلام (پژواک، ۲۵ لېندۍ ۱۴۰۳): نورستان کې مسوولین وایي، د دغه ولایت په نورګرام ولسوالۍ کې نن د یوه ۱۵ کیلومتره سړک د ترمیم ترڅنګ د یوه پل د جوړولو چارې پیل شوې چې ۱۴ میلیونه افغانۍ لګښت به ورباندې وشي.
د نورستان د والي ویاند فریدون صمیم پژواک خبري اژانس ته وویل، د دغه ولایت د غربي نورستان اړوند نورګرام ولسوالۍ کې د ملګرو ملتونو د خوړو نړۍوال پروګرام (WFP) په مالي ملاتړ د یوه ۱۵ کیلومتره سړک د بیارغونې او یوه پل د جوړېدو چارې پیل شوې.
د صمیم په وینا، د یاد سړک او د ۱۶ مترو په اوږدوالي د نوي جوړېدونکي لرګین پل چارې به په شپږو میاشتو کې بشپړې شي.
د مسوولینو په خبره، د دغه ۱۵ کیلومتره سړک، لس کیلومتره برخه به د یادې ولسوالۍ په مسوي او پنځه کیلومتره به په ګلچهخېل کلیو کې ورغول شي.
ورته مهال، د سیمې اوسېدونکي وايي چې اوس د ولسوالي تر مرکزه پورې شاوخوا درې ساعته پلی مزل کوي، خو هیله لري چې د یاد سړک او پل په جوړېدو سره به یې ستونزې کمې شي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP