لښکرګاه (پژواک، ۲۸ لېندۍ ۱۴۰۳): د هلمند د پوهني ریاست مسوولین وایي، د پژواک د راپورونو له خپرېدو وروسته اوس د دغه ولایت په ۱۸ ولسوالیو کې شلو ښوونځیو ته د ودانیو جوړېدو چارې پیل شوې چې په نږدې وخت کې به بشپړې شي.
وروسته له هغې چې پژواک خبري اژانس هلمند کې د ښوونځیو د ودانیو د کمښت په اړه په پرلهپسې ډول راپورونه خپاره او د ځايي خلکو او زدهکوونکو ستونزې یې رسنیزې کړې، اوس د دغه ولایت د پوهنې ریاست مسوولین وايي، شلو ښوونځیو ته یې د ودانیو جوړېدو چارې پیل کړې دي.
د یاد ولایت د پوهنې رییس مولوي محمدعوض انصاري له پژواک سره د ځانګړې مرکې پر مهال وویل: «د پژواک د راپورونو له خپرېدو وروسته د دغه ولایت په ۱۸ ولسوالیو کې د یونیسف په مالي ملاتړ د ۲۰ ښوونځیو رغنیزې چاري پیل شوې چې اوسمهال یې ۸۰ سلنه چاري بشپړې شوې او په لنډ وخت کې به تکمیل شي.»
هغه وویل، هلمند کې د شلو ښوونځیو د ودانیو جوړول بسنه نهکوي او په خبره یې چې د هغو ۱۹۰ بابه ښوونځیو لپاره هم باید ورسره مرسته وشي چې ځینې یې ودانۍ نهلري او ځينې یې بیارغونې ته اړتیا لري.
د هغه د معلوماتو له مخې، اوسمهال په دغه ولایت کې ۹۰ سلنه ماشومان زدهکړو ته لاسرسی لري او زیاتوي چې هڅې یې پیل کړې دي څو پاتې لس سلنه نورو ته هم دغه زمینه برابره کړي.
د یادونې ده، اوس په هلمند کې ۴۵۰ ښوونځي فعال دي چې شاوخوا ۱۹۰ زره زدهکوونکي پهکې پر زدهکړو بوخت دي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP