جلالاباد (پژواک، ۳ مرغومی ۱۴۰۳): د ننګرهار ولايت يو شمېر اوسېدونکي وايي چې د فارم هډې تاریخي موزیم (هډې موزیم) دې بیاورغول شي چې دې سيمې ته د سیلانیانو د ورتګ لامل شي.
په دې موزیم کې د بوداييزم وختونو او د افغانستان د نورو تاریخي دورو مهم اثار ساتل کېدل خو تېرو جګړو او خپلسرو کېندنو له امله په کنډواله بدل شوی دی.
دا سیمه د جلالاباد ښار په څنډه کې د بهسودو ولسوالۍ کې پرته ده او ځايي اوسېدونکي وايي، که همدغو کنډوالو ته هم پاملرنه ونهشي، نو له منځه به لاړ شي.
يوه ځايي اوسېدونکي نعيم خان پژواک خبري اژانس ته وویل، که دا تاریخي ځای بېرته خپل پخوانی برم تر لاسه کړي، نو د سیلانیانو د ورتګ مخه به ورماته شي.
هغه زیاته کړه: «دغه ځای ته دا خلک (سیلانیان) له يوه او بل ځایه راځي، موږ له مشرانو اورېدلي چې پخوا دلته بتان او نور تاریخي اثار موجود وو چې ټول له منځه تللي خو دا کنډواله يې باید بېرته جوړه شي؛ ځکه خلک يې ډېر لیدلو ته راځي.»
دغه راز، یو بل ځايي اوسېدونکی صحبت خان وايي چې شاوخوا پنځوس کاله مخکې دغه ځای کې ډېر تاريخي اثار موجود وو او ودانۍ هم جوړه وه خو په جګړو کې له منځته لاړه او تاریخي اثار یې لوټ شول.
بلخوا، د ننګرهار د اطلاعاتو او فرهنګ رياست مسوولین وايي چې د هډې تاریخي موزیم د بیارغونې لپاره یې هلې ځلې پيل کړې دي.
د ننګرهار ولايت د اطلاعاتو او کلتور رياست د اطلاعاتو امر مولوي صدیق الله قريشي پژواک ته وويل چې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت هڅه کوي چې د يونیسکو سازمان د دغه تاریخي ځای بیا ودانولو برخه کې مرسته وکړي او دغه راز ياد وزارت له خپلې انکشافي بودجې څخه هم ورته تابیا نيولې ده.
دی وايي: «د دغه موزیم ډېرې برخې وروستيو انقلابونو او جګړو زیانمنې کړې، او خپلسرو کېندونو کې يې ډېر اثار چور شول، دا زموږ په تاریخ کې ځانګړی ارزښت لري، موږ هڅه کوو چې دا بیا ورغوو او د سیلانیانو د ورتګ لپاره يې اماده کړو.»
د هډې موزیم د هېواد له مهمو تاریخي او کلتوري اثارو څخه شمېرل کېږي چې تر ۱۳۵۹هجري لمزیز کال پورې د پخوا په څېر جوړ و او خلک یې لیدلو ته ورتلل.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP