پلعلم (پژواک، ۳ مرغومی ۱۴۰۳): د لوګر اطلاعاتو او فرهنګ ریاست وایي چې د دغه ولایت په مرکز پلعلم کې ۸۰۰ بېوزله زدهکوونکو ته وړیا ښوونیز پروګرام پيل شو.
په دې اړه جوړه شوې غونډې ته د لوګر اطلاعاتو او فرهنګ رییس رفیعالله صمیم وویل، په یاد درې میاشتني پروګرام کې به زدهکوونکو ته د انګلیسي، کمپيوټر، خطاطي او ویناوالي برخه کې وړیا زدهکړې ورکړل شي.
نوموړي همدارنګه لوګر کې د «حاجي منګل ښوونیز مرکز» له مسؤولینو مننه وکړه چې په خپل شخصي لګښت یې ۸۰۰ بېوزله زدهکوونکو ته د لیک لوست پروګرام پيل کړ.
د ده په وینا، اطلاعاتو او فرهنګ ریاست د ورته ښوونیزو پروګرامونو د پيل هرکلی او ملاتړ کوي او په نورو ملي سوداګرو هم غږ کوي چې په خپلو سیمو کې ځوانانو ته په بېلابېلو برخو کې د زدهکړو زمینه برابره کړي.
بلخوا، د حاجي منګل ښوونیز مرکز مشر محمداکبر اتل پژواک ته وویل، د لوګر اطلاعاتو او فرهنګ ریاست سره په همغږۍ یې په مرکز پلعلم کې ۸۰۰ بېوزله زدهکوونکو ته د ژمي پرمهال د وړیا زدهکړو پروګرام پيل کړ.
هغه زیاتوي، دغه کار یې د یوه احساس له مخې پيل کړی او فکر کوي چې یوازې د پوهې له لارې خلک او هېواد پرمختګ کولای شي.
اتل وایي چې د پلعلم ښار اړوند غیرتاباد سیمه کې یې هم د نجونو لپاره یوه ځانګړې دیني مدرسه جوړه کړې چې سلګونه نجونې په کې په وړیا ډول زدهکړې کوي.
د یادونې ده، یاد ښوونیز بنسټ له دې مخکې هم د لوګر ولایت د پوهنې او اطلاعاتو او فرهنګ له ریاستونو سره په همغږۍ په پلعلم ښار او ولسوالیو کې سلګونو بېوزلو کسانو ته د لیک لوست زمینه برابره کړې ده.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP