مزارشریف (پژواک، ۴ مرغومی ۱۴۰۳): په بلخ ولایت کې د سون توکو یو شمېر پلورونکي د خرڅلاو بازار له پيکه کېدو شکایت کوي او وایي چې سږ کال خلک د تېرو کلونو په څېر د سون توکي نه پېري.
هغوی زیاتوي، سره له دې چې روان کال د تېرو کلونو په پرتله د سون توکو بیې لوړې شوې هم نه دي خو د بازار پيکه کېدو لامل هېواد کې بېوزلي، بېکاري او د خلکو اقتصادي ستونزې ګڼي.
د مزارشریف ښار د نهمې ناحیې اړوند په زراعت سیمه کې د سون توکو یوه پلورونکي احمد زلمي پژواک خبري اژانس ته وویل چې تېرو کلونو کې یې کاروبار ښه و خو سږ کال ډېری خلک د سون توکو پېرلو توان نه لري.
د شاهرضا په نوم د سون توکو یو بل پلورونکی وایي چې پخوا به خلکو سل تر دوه سوه منه لرګي او د ډبرو سکاره اخېستل خو سږ کال دومره څوک نه اخلي.
هغه وایي: «تېرو کلونو کې به خلک راتلل هر کس به سل/دوه سوه منه لرګي او د ډبرو سکاره اخېستل خو سږ کال یوازې یو دوه منه اخلي هغه هم تر څو چې هوا ډېره سړه نه شي.»
نوموړی د خرڅلاو بازار کموالي لامل هېواد کې بېوزلي، بېکاري او د خلکو اقتصادي ستونزې ګڼي.
ورته مهال، د بلخ ولایت یو شمېر اوسېدونکي وایي که څه هم د تېرو کلونو په پرتله سږ کال د سون توکو بیو کې ډېروالی نه دی راغلی خو د پېرلو وس یې نه لري.
د مزارشریف ښار یوه اوسېدونکي حبیبالله پژواک ته وویل، تېر کال هم یو من لرګي په ۷۰ افغانۍ پلورل کېدل او سږ کال یې هم بیې کې کوم بدلون راغلی نه دی.
هغه زیاتوي چې سږ کال د ده په ګډون ګڼ شمېر خلک د سون توکو د پېرلو توان نه لري او له حکومت او مرستندویه ټولنو غواړي څو ورسره مرسته وکړي.
د قیامالدین په نوم د مزارشریف ښار یو بل اوسېدونکی وایي چې ښار کې لاسي کراچۍ چلوي او د څو ورځو مزد یې چې ۶۵۰ افغانۍ شوی نن یې پرې لرګي پېرلي دي.
هغه زیاتوي چې دغه پېرل شوي لرګي یې یوازې د څو ورځو لپاره بسنه کوي بیا اړ دی چې کار وکړي او د نورو لرګیو د اخیستو لپاره پیسې ټولې کړي.
بلخوا، د مزارشریف ښاروالۍ د سکټوري رییس احمدجاوید مایار هم د خلکو یادې ستونزې مني خو د بیو کنټرول ډاډ ورکوي.
هغه وایي: «رښتیا هم زموږ ډېری هېوادوال اقتصادي ستونزې لري چې د ژمي په رارسېدو سره زموږ ډېری خلک د سون توکو، ډبرو سکرو او ګازو د پېرلو توان نه لري خو زموږ ټیم تل هڅه کړې چې د یادو توکو بیې کنټرول کړي.»
دا په داسې حال کې ده چې له دې مخکې یو شمېر نړۍوالو مرستندویه سازمانونو د ژمي په رارسېدو سره د مرستو د کمښت او د افغانستان د خلکو د اړتیاوو ډېرېدو په اړه اندېښنه ښودلې وه.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP