هرات (پژواک، ۴ مرغومی ۱۴۰۳): هرات کې یوې ښځې د غالیو اوبدلو یوې کارخونې په جوړولو سره ۳۰ نورو بېوزله ښځو ته د کار زمینه برابره کړې ده.
د دې کارخونې بنسټګرې شاه بيبي نظري له پژواک خبري اژانس سره خبرو کې وویل، دغه کارګاه یې له بېوزله ښځو د ملاتړ په موخه جوړه کړې ده.
هغې زیاته کړه چې په لومړیو کې یوازې دوو مېرمنو ورسره کار کاوه، خو اوس دغه شمېر ۳۰ ښځو ته لوړ شوی دی.
هغې وویل، ټولې هغه ښځې چې په دغه کارګاه کې کار کوي، د خپلو کورنیو د نفقې د تامین مسوولیت په غاړه لري.
هغې له حکومته وغوښتل څو محصولاتو ته یې د بازار موندنې او بهرته د هغو د صادراتو برخه کې دې ورسره مرسته وکړي.
هغې څرګنده کړه چې خام مواد د هرات له بازاره ترلاسه کوي او په دې کار سره توانېدلې چې د غالۍ اوبدلو دغه پخوانی صنعت ژوندی وساتي، خو په دغه کارخونه کې ډېرو ښځو ته د کار زمینې برابرولو لپاره اړتیا ده څو له تولیداتو یې ملاتړ وشي.
بلخوا، یو شمېر ښځې چې په دغه کارګاه کې کار کوي، خوښې دي چې د کار زمینه ورته برابره شوې او د لا نورو کاري فرصتونو برابرېدو غوښتنه کوي.
د یادې کارګاه کارکوونکې کریمې رادمنش په دغه کارګاه کې د کار کولو په اړه خوښي څرګنده کړه او ویې ویل، هغه معاش چې دلته یې ترلاسه کوي، خپل کورني لګښتونو پرې پوره کوي.
هغې زیاته کړه چې د کارګاه چاپېریال د ښځو لپاره خوندي دی او ټول کارکوونکي یې ښځینه دي.
بله کارکوونکې سمیه رحمتي چې نږدې له ۱۸ میاشتو راهیسې په دغه کارګاه کې کار کوي، وايي، د دغه کار په پیل سره پر دې سربېره چې توانېدلې څو خپل کورني لګښتونه پوره کړي، د بېکارۍ له امله پر خپګان له اخته کېدو هم ژغورل شوې ده.
د هغې په خبره، دغه چاره ښيي چې د غالۍ اوبدلو برخه کې کار کول نه یوازې له اقتصادي پلوه، بلکې له رواني پلوه هم پر ژوند مثبت اغېز کوي.
په همدې حال کې، د هېواد په لوېدیځ زون کې د ښځو د سوداګرۍ خونې مرستیاله صادقه صادقیار وایي، له دغه اتاق سره نږدې ۵۰ د غالیو اوبدلو کارخونې ثبت شوې دي او په دغه برخه کې مرستندویو بنسټونه هم همکاري کړې ده.
هغې زیاته کړه چې په دغه ولایت کې شاوخوا زر ښځې په انفرادي او ډلهییز ډول د غالۍ اوبدلو برخه کې کار کوي.
په همدې حال کې، د هرات د صنعت او سوداګرۍ رییس مولوي بشیرمحمد سیرت وايي، هڅه کوي څو افغانۍ غالۍ نړۍوالو بازارونو ته صادرې کړې.
هغه وویل چې تولیدوونکي باید په خپلو تولیداتو کې نړۍوال معیارونه په پام کې ونیسي څو وکولای شي بهرني سوداګر له افغانۍ غالیو استفاده ته وهڅوي.
په هرات ولایت کې د غالۍ اوبدلو برخه کې پر کار کولو د ښځو بوختېدل، د کورنیو د اقتصادي وضعیت ښه کېدو ترڅنګ، د هغوی د ظرفیت لوړېدو او د رواني ستونزو د حل کېدو لامل هم شوي دي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP