Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

نصیب خان: په ۲۰۲۵ کال کې د افغانستان د کرکټ غوره‌لیګ سیالۍ ترسره کوو

کابل (پژواک، ۴ مرغومی ۱۴۰۳): د افغانستان د کرکټ ‌بورډ اجراییوي رییس وایي، د ۲۰۲۵ کال په وروستیو کې به د افغانستان د کرکټ غوره لیک (اې‌پي‌اېل) سیالۍ ترسره کړي او هم به افغان لوبډله له نیوزلېنډ، پاکستان او بنګله‌‌دېش سره لوب‌لړۍ ولري.

د افغانستان د کرکټ‌ بورډ اجراییوي رییس نصیب خان له پژواک خبري اژانس سره په یوه ځانګړې مرکه کې وویل، ۲۰۲۴ کال د افغانستان د کرکټ لپاره له لاسته‌راوړنو ډک کال و.

هغه زیاته کړه، افغان کرکټ ملي لوبډلې په ۲۰۲۴ کال کې له ایرلېنډ، سوېلي‌افریقا، بنګله‌دېش او زمبابوې څخه د یو ورځنیو او شل اووریزو لوبو‌ لړۍ وګټلې او هم یې په شل‌اووریز نړۍوال جام کې تر نیمه پایلوبې لار پیدا کړه.

نوموړي وویل، په دغه کال کې الف لوبډلې له عمان او هانګ کانګ څخه د سیریز ګټلو ترڅنګ د ځوانانو اسیا جام سیالیو اتلولي هم وګټله او دغه راز د ۱۹ کلنو لوبډلې بیا له پاکستان او اماراتو لوبډلو څخه لوبلړۍ وګټلې.

د هغه په خبره، د افغانستان د کرکټ غوره‌لیګ (APL) سیالۍ به د راتلونکي ۲۰۲۵ کال په وروستیو کې ترسره شي چې له یوه شرکت سره یې د قرارداد په اړه هم خبرې روانې دي.

هغه زیاته کړه، دغه سیالۍ ځکه د ۲۰۲۵ کال په وروستیو کې ترسره کوي چې په لومړیو میاشتو کې د اتلانو جام (چمپینز ټرافي) سیالۍ او له هغه وروسته د هند غوره‌لیګ سیالۍ ترسره کېږي.

نوموړی دغه راز وویل، افغان لوبډله به راتلونکی کال کې له نیوزلېنډ، پاکستان او بنګله‌دېش ملي لوبډلو سره لوب‌لړۍ هم ترسره کړي او دغه راز به افغان الف لوبډله د ایرلېنډ او سریلانکا له الف لوبډلو سره لوب‌لړۍ ولري.

هغه وویل، کرکټ بورډ په ۲۰۲۵ کال کې په پلان کې لري چې د کابل، ننګرهار، خوست، کندهار، بلخ او کندز ولایتونو د لوبغالو د بیارغونې چارې ترسره کړي چې پر بودجه یې هم خبرې روانې دي.

نوموړي وویل: «په ۲۰۲۵ کال کې به موږ په کورني کرکټ زیات فوکس وکړو چې زموږ د کورني کرکټ معیار لوړ نه شي، نړۍوال کرکټ مو هغه شان نه شي ښه کېدلی، په دې کې تر ټولو لومړۍ د کورني کرکټ د لوبغاړو میچ فیسونه دي.»

هغه زیاته کړه، تېر کال یې د ملي لوبډلې د لوبغاړو میچ فیسونه لوړ کړي او راتلونکی کال به یوه لویه اندازه میچ فیسونه د کورني کرکټ د لوبغاړو لپاره هم لوړ شي چې له اقتصادي ستونزو خلاص او ټوله پاملرنه یې کرکټ ته شي.

د هغه په خبره، د کابل ښار په ۱۶مه ناحیه کې د کرکټ د نوي لوبغالي د ځمکې پر سر د خلکو له لوري یوه حقوقي ستونزه راپورته شوې چې اوس یې قضیه په محکمه کې ده او زیاتوي چې که دغه ستونزه ژر حل شي نو په ۲۰۲۵ کال کې به یې د جوړېدو چارې پیل کړي.

هغه وویل: «په کابل کې د لوبغالي لپاره ضروت زیات دی؛ ځکه که موږ وغواړو چې نړۍوالې لوبډلې دلته راشي او یا هم د شپږیزه سیالۍ ترسره کېږي په کافي اندازه ځای نشته دی د خلکو لپاره.»

نوموړي د کرکټ له نړۍوالې شورا سره د خپلو اړیکو په اړه وویل: «د کرکټ له نړۍوالې شورا سره مو د پخوا په پرتله اړیکې ډېرې ښې شوې دي. په وروستیو دوو کلونو کې زموږ زیاتره لوبې د لویو لوبډلو سره وې لکه هند، سریلانکا، بنګله‌دېش او افریقا لوبډلو سره مو لوبې وکړې کله چې ستا د نورو هېوادونو سره اړیکې ښې وي، نو د لوبو ترڅنګ د اې سي سي په مجلسونو کې دوی له موږ سره ډېره زیاته همکاري کوي.»

ورته مهال، د کرکټ ملي لوبډلې د یو ورځنیو سیالیو لوبډل‌مشر حشمت‌الله شهیدي پژواک خبري اژانس ته وویل، ۲۰۲۴ کال د دوی لپاره یو ښه او له لاسته‌راړونو ډک کال و.

هغه وویل، ملي لوبډله د چمپینز ټرافي لوبو لپاره پوره چمتووالی لري او په ۲۰۲۴ کال کې له یو شمېر هېوادونو سره سریزیونه ترسره کول هم د دغو سیالیو د چمتووالي په موخه و.

د شهیدي په خبره، په ملي لوبډله کې شته ستونزې په تېرو سیریزونو کې حل شوې او چمپینز ټرافي لوبو ته به له پوره چمتووالي سره ولاړ شي.

هغه زیاته کړه چې له زمبابوې وروسته به افغان لوبډله د اماراتو له لوبډلې سره هم لوب‌لړۍ ترسره کړي.

ورته مهال، د کرکټ د لوبو څارونکی او مبصر عبدالله سهاک وایي، ۲۰۲۴ کال د افغان کرکټ لپاره یو طلایي کال و.

هغه وویل، په کورني کرکټ کې د قوشتېپې جام سیالۍ، شپږیزه کرکټ‌لیګ، لېسټ ای او فرسټ کلاس سیالۍ ترسره شوې او دغه راز د کرکټ ملي لوبډلې په نړۍوال کرکټ کې پرله‌پسې پنځه سیریزونه وګټل، الف لوبډلې د اسیا جام سیالیو اتلولي وګټله او ۱۹ کلنو لوبډلې بیا د اماراتو او پاکستان څخه درې اړخیزه لوب‌لړۍ وګټله.

دغه راز، د کرکټ د لوبو یو بل څارونکی او مبصر واصف‌الله عثماني پژواک خبري اژانس ته وویل، ۲۰۲۴ کال د افغانستان د کرکټ لپاره غوره کال و او افغان لوبډلې په‌کې له نورو کلونو سره په توپير ډېرې لاسته راوړنې لرلې.

نوموړي وویل: «افغان لوبډلې په دغه کال کې د یو ورځنیو او شل اووریزو سیالیو شپږ پرله‌پسی لوبلړۍ وګټلې او د دې ترڅنګ په کورني کرکټ کې ټول ټورنمټونه، هغه که لېسټ ای سیالۍ وې، شپږیزه کرکټ لیګ و، فرسټ کلاس سیالۍ وې او یا ځینې نورې سیالۍ، په ښه ډول ترسره شوې او ښه لوبغاړي په کې وموندل شول.»

د یادونې ده، د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله اوس‌مهال په زمبابوې کې ده چې له دې لوبډلې څخه یې د شل‌اووریزو او یو ورځنیو سیالیو لوبلړۍ وګټلې او د ډسمبر په ۲۶مه به د دواړو لوبډلو ترمنځ د دوو ټېسټ لوبو لړۍ پیل شي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.