کابل (پژواک، ۵ مرغومی ۱۴۰۳): د ملي دفاع وزارت وایي، د پکتیکا برمل ولسوالۍ اړوند سیمه کې د پاکستاني ځواکونو له خوا برید شوی او اسلامي امارت به دا برید بېځوابه پرېنږدي.
د ملي دفاع وزارت ویاند عنایتالله خوارزمي پژواک خبري اژانس ته وویل چې تېر ماښام د پکتیکا برمل ولسوالۍ په اړوند سیمه کې د پاکستاني ځواکونو له خوا برید شوی او په دغه برید کې ملکي وګړي چې ډېر یې وزیرستاني کډوال دي، په نښه شوي.
دی وایي، په پېښه کې ځینو ماشومانو او ملکي وګړو خپل ژوند له لاسه ورکړی او ټپیان شوي دي.
د هغه په خبره، اسلامي امارت دغه برید غندي او د ټولو نړۍوالو اصولو پر خلاف او ښکاره تېری بولي.
خوارزمي زیاتوي، پاکستانی اړخ باید په دې پوه شي چې دا ډول خپلسري اقدامات د ستونزو حللاره نه ده او اسلامي امارت دا برید بېځوابه هم نه پرېږدي؛ ځکه له خاورې او حریم دفاع خپل مسلم حق ګڼي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP