Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

ګردېز کې په تېرو نهو میاشتو کې ۷۰ رغنیزې پروژې پلې شوې دي

ګردېز (پژواک، ۵ مرغومی ۱۴۰۳): د پکتیا د مرکز ګردېز ښاروال وايي چې ښاروالۍ او ځینو موسسو د دغه ښار د پراختيا، پرمختيا او ښکلا برخو کې په تېرو نهو مياشتو کې ۷۰ پروژې پلې کړې دي.

دغه څرګندونې د ګردېز ښاروال مولوي حبیب‌الله منصور نن د یوې خبري غونډې پر مهال وکړې.

منصور وويل چې یادې ۷۰ پروژې د ښاروالۍ له داخلي بودجې او د ځينو موسسو په مرسته بشپړې شوې دي.

هغه زياته کړه: «په تېرو نهو مياشتو کې تقريباً له ۷۰ تر ۷۵ لويې او کوچنۍ پروژې بشپړې شوې دي، ځينې یې ښاروالۍ په خپله بودجه، ځينې د خصوصي سکټور او يو شمېر نورې د مؤسساتو له خوا تطبيق او بشپړې شوې، لګښت يې يوازې د موسسو د پروژو تر شپږ ميلیون ډالرو اوړي او د ښاروالۍ پروژې هم ميليونونه افغانۍ دي.»

بل لور ته، د ګردېز ښاریان هم د دغو پروژو بشپړېدو ته خوښ دي.

د ګردېز ښار يوه اوسېدونکي ضابت منګل پژواک ته وويل چې په ښار کې د ځينو پروژو په تطبيق سره ښاريانو ته اسانتياوې رامنځته شوې دي.

هغه دغه راز زیاته کړه چې په ګردېز ښار کې د موټرو د پارکينګونو او تفريحي پارکونو برخو کې هم باید کار وشي؛ ځکه په دې برخو کې خلک له ستونزو سره مخ دي.

د ګردېز ښاروالۍ د معلوماتو له مخې، په تېرو نهو مياشتو کې دې ښاروالۍ شاوخوا ۸۷ ميليونه افغانی عوايد هم راټول کړي دي.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.