خوست ښار (پژواک، ۵ مرغومی ۱۴۰۳): د خوست ولایت په ګمرک کې د ۱۰۵ میلیون افغانیو په لګښت د باروړونکو موټرو یو تمځای جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.
د مسوولينو په وينا، د موټرو دا تمځای په ۱۴ جريبه ځمکه کې جوړ شوی چې په يوه وخت د درې سوه بار وړونکو موټرو ځايولو ظرفيت لري.
د ګمرکونو د ملاتړ ریاست د طرحو د عملي کولو امر عبیدالله پژواک خبري اژانس ته وويل، د موټرو دا تمځای چې په تېرو اتو مياشتو کې يې چارې بشپړې شوي، ټولې اړينې اړتياوې په کې په پام کې نیول شوې او له دې سره به دلته شته ستونزې پای ته ورسېږي.
هغه وويل: «چې د اوبو برقي سيستم او د لويو موټرو لپاره او د ګمرکي طۍ مراحلو لپاره چې کوم تجهيزات په کار کېږي په هغو ټولو تجهيزاتو مشتمله پروژه ده.»
بلخوا، موټرچلوونکي هم د یاد تمځای جوړېدو ته خوښ دي.
یوه موټرچلوونکي محمدجان پژواک ته وويل: «دلته مخکې زيات مشکلات و مخکې خامه و، موږ به چې راوتو موټر به ډېر په خاورو او خټو کې بند و او په ډېر مشکله به له دې ځایه وتو.»
دغهراز یوه بل موټرچلوونکي حفيظ الله هم پژواک ته وويل چې مخکينۍ د موټرو تمځای ډېر تنګ و او له دې سربېره یې هغه اسانتياوې نه درلودې چې په نوي تمځای کې موجودې دي.
هغه وويل: «دا نوی کانګريټي پارکېنګ دی، د اوبو سيستم، د شپې رڼا سيستم او نور سهولتونه لري. موږ ډېر خوښ يو چې اسلامي امارت داسې يو اقدام وکړ.»
د خوست ګمرک ریاست د مسوولینو په وینا، هڅه کوي چې د سوداګرو او موټرچلوونکو لپاره په هره برخه کې اسانتیاوي رامنځته کړي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP