Language

د لوګر لوړو زده‌کړو موسسه کې د درېیو رغنیزو پروژو چارې پيل شوې

پل‌علم (پژواک، ۸ مرغومی ۱۴۰۳): د لوګر ولایت د لوړو زده‌کړو موسسه کې د ۲۳ میلیون افغانیو په لګښت د درېیو رغنیزو پروژو چارې پيل شوې.

په دې اړه جوړې شوې غونډې ته د لوګر لوړو زده‌کړو موسسې رییس مولوي ضیا‌‌ءالاحمد صارم وویل، د لوړو زده‌کړو وزارت له لوري د ۲۳ میلیون افغانیو په لګښت د دغه ولایت لوړو زده‌کړو موسسه کې د لیلیې، پخلنځي او د ډوډۍ خوړولو لپاره د ودانیو جوړېدو چارې پيل شوې.

صارم زیاته کړه، یادې پروژې به په راتلونکو شپږو میاشتو کې بشپړې شي، ورسره به یادو برخو کې د سلګونو محصلینو او استادانو ستونزې هوارې شي.

دغه راز، د لوګر مرستیال والي مولوي محمدانور دین‌پرور وویل، ا.ا په تېرو درېیو کلونو کې د حکومت ډېری بودجه پراختیایي کارونو ته ځانګړې کړې ده.

دین‌پرور د لوګر ولایت پر اوسېدونکو غږ وکړ چې په خپلو بچیانو زده‌کړې وکړي او په دې برخه کې د نظام ملاتړ وکړي.

همدرانګه د لوګر لوړو زده‌کړو موسسې یوه محصل احسان‌الله پژواک ته وویل، خوښ دی چې د دغه ولایت د لوړو زده‌کړو په موسسه کې د درېیو مهمو او بنسټیزو پروژو کار پيل شو.

ده وویل چې د یادو پروژو له بشپړېدو سره به محصیلینو ته د پام وړ اسانتیاوې رامنځته شي.

Related Topics