ژبه

سرپل او پنجشېر کې څه باندې ۴۰ ښوونځي او مدرسې بیارغول شوي

سرپل، پاراخ (پژواک، ۱۸ مرغومی ۱۴۰۳): ځایي مسوولین وایي چې د روان کال په تېرو ۱۰ میاشتو کې د سرپل او پنجشېر په مرکزونو او ولسوالیو کې ۴۰ ښوونځي او مدرسې بیارغول شوي دي.

د سرپل د والي ویاند مولوي حبیب‌الله مسرور پژواک خبري اژانس ته وویل چې د سرپل د پوهنې ریاست د روان کال په ترڅ کې د پوهنې وزارت له بودجې د څه باندې اته میلیونه او ۳۶۰ زره افغانیو په لګښت ۱۴ ښوونځي او تعلیمي بنسټونه بیارغولي دي.

هغه وویل چې ۹ نور ښوونځي د څه باندې ۱۲۵ زرو امریکایي ډالرو په لګښت له ماشومانو سره د مرستې موسسې په ملاتړ بیارغول شوي دي.

د مسرور په خبره، دغه‌ راز د یوې موسسې له خوا ۱۵ ښوونځیو ته د څه باندې دوه میلیونه او ۷۶ زره افغانیو په لګښت شنې باغچې جوړې شوې دي.

د سرپل د والي ویاند وویل، دا شمېر ښوونخي او تعلیمي بنسټونه د دغه ولایت په مرکز او ولسوالیو کې بیارغول شوي چې په هغو کې د زده‌کوونکو لپاره مناسب درسي چاپېریال رامنځته شوی دی.

نوموړي وویل، اوسمهال په دغه ولایت کې سل ښوونځي ودانۍ نه لري او یو شمېر ښوونځي جزیي بیارغونې ته اړتیا لري.

بلخوا، د سرپل د یوه ښوونځي یو ښوونکی حفیظ الله وایي چې د ښوونځيو بیارغونه د زده‌کوونکو په زده‌کړه او هڅونه کې مثبت اغېز لري.

هغه وویل چې د ښوونځیو بیارغونې برخه کې د پوهنې ریاست اقدام د ستاینې وړ دی او دا چاره د زده‌کړو د کیفیت لوړېدو کې مهم رول لري.

هغه وایي چې ښوونځيو ته پاملرنه زده‌کوونکو ته دا انګېزه ورکوي چې دوی په ټولنه کې ارزښت لري او هغوی درس ویلو ته لا هڅېږي.

یوه زده‌کوونکي دوست‌محمد وویل: «ډېر خوښ یم چې زموږ د ښوونځي زړې ودانۍ ځان ته نوې او ښکلې بڼه خپله کړې ده.»

هغه زیاته کړه چې مخکې د ټولګیو دروازې او پنجرې ماتې وې او دېوالونه یې تخریب شوي وو، خو اوس له نېکه‌ مرغه د ښوونځي ټولو ستونزو ته رسېدنه شوې ده.

د سرپل د پوهنې ریاست د معلوماتو له مخې، په دغه ولایت کې ۴۱۱ ښوونځي موجود دي چې له دې ډلې ۱۰۰ یې ودانۍ نه لري او دغو ښوونځيو کې ۱۸۰۹۱۴ نجونې او هلکان درس وایي.

بلخوا، د پنجشېر ځایي مسوولین وایي چې د دغه ولایت د پوهنې ریاست د ۱۸ ښوونځیو او مدرسو ودانۍ د شپږ میلیون افغانیو په لګښت بیارغول شوي دي.

د پنجشېر د اطلاعاتو او فرهنګ رییس نصرالله ملکزاده پژواک خبري اژانس ته وویل چې د روان کال له پیله تر اوسه پورې د دغه ولایت د پوهنې ریاست د ودانۍ په ګډون د ښوونځيو او مدرسو ۱۸ ودانۍ بیارغول او ګټې اخیستنې ته سپارل شوې دي او لګښت یې د پوهنې وزارت له خوا ورکړل شوی دی.

نوموړي وویل چې دې بیارغونه کې رنګ، د ښوونځيو د چتونو ترمیم، د تشنابونو ترمیم، کړکۍ، دروازې، ښیښې او زینې شامل دي، دا ښوونځي او مدرسې د پنجشېر د مرکز په ګډون په ۷ ولسوالیو کې رغول شوي دي.

بلخوا، د پنجشېر د پوهنې رییس حبیب‌الله نوري ویلي چې د دغو پروژو په بشپړېدو سره د ښوونځيو او مدرسو زرګونو زده‌کوونکو مناسب درسي چاپېریال ته لاسرسی پیدا کړی دی.