کابل (پژواک، ۱۸ مرغومی ۱۴۰۳): د صنعت او سوداګرۍ وزارت وايي، د ترکیې په استانبول ښار کې د غالیو لوی نړۍوالو نندارتون پرانیستل شو چې د افغانستان د غالیو سکټور اتو شرکتونو هم پکې ګډون کړی دی.
د افغانستان د صنعت او سوداګرۍ وزارت نن پر اېکسپاڼه لیکلي چې دغه نندارتون د (Carpet and Flooring Expo 2025) نوم د دغه وزارت د استازي، ترکیه کې د اسلامي امارت د جنرال قنسول، د افغانستان د سوادګریزې اتشې، د مدیره پلاوي او د افغانستان د غالیو صادروونکو په شتون کې استانبول ښار کې پرانیستل شو.
سرچینې لیکلي چې دا یو ستر نړۍوال نندارتون دی او د اوږدې مودې لپاره د پېرېدونکو جلبولو په موخه جوړ شوی دی.
شرچینې زیاته کړې، په یاد نندارتو کې د نړۍ ۱۹ هېوادونو خپلې ماشیني او په لاس جوړې شوې غالۍ د څلورو ورځو لپاره نندارې ته وړاندې کړې دي.
سرچینې د دغو ۱۹ هېواونو نومونه نه دي په ډاګه کړي.
د سرچینې د معلوماتو له مخې، په دغه نندارتون کې پر ۲۲۷ متره مربع ځمکه د افغانستان د غالیو سکټور اتو شرکتونو خپل محصولات نندارې ته وړاندې کړي دي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP