Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

مولوي عبدالکبیر: د ایران او افغانستان ترمنځ د حقابې مسئله په تفاهم سره حل شوې ده

کابل (پژواک، ۱۹ مرغومې ۱۴۰۳): د ریاست‌الوزراء سیاسي مرستیال په کابل کې د ایران له سفیر سره په لیدنه کې ویلي، د افغانستان او ایران ترمنځ د حقابې مسئله په تفاهم سره حل شوې او په دې برخه کې غیرمسوولانه څرګندونې د دواړو هېوادونو پر اړیکو منفي اغېز کولای شي.

د افغانستان او ایران ترمنځ د اوبو تړون په ۱۳۵۱ لمریز کال کې د افغانستان د وخت د لومړي وزیر موسی شفیق او د ایران د پخواني لومړي وزیر امیرعباس هویدا ترمنځ لاسلیک شو؛ د دغه تړون له مخې، د اوبو د شتوالي په صورت کې به افغانستان په هره ثانیه کې ایران ته ۲۶ متر مکعب اوبه ورکوي.

تېره ورځ د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند اسماعیل بقایي ویلي و، تهران به د دې موضوع د تعقیب لپاره له ټولو امکاناتو کار واخلي او دا مسئله په افغانستان کې د دغه هېواد د سفارت د کاري لومړیتوبونو په سر کې ده.

د ارګ په خبرپاڼه کې راغلي چې د ریاست‌الوزراء سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر نن په کابل کې د ایران له سفیر علي رضا بیګدلي سره تعارفي لیدنه وکړه.

خبرپاڼه کې راغلي، په دې ناسته کې د ایران سفیر، د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو پر پراختیا او اقتصادي همکاریو پر زیاتوالي ټینګار وکړ او ویې ویل، د چابهار بندر فعالول او پرانیستل به یې د هڅو په سر کې وي، او هېواد یې له افغانستان سره د همکاریو د پراختیا غوښتونکی دی.

د سرچينې د معلوماتو له مخې، د ایران سفیر د ریاست‌الوزراء سیاسي مرستیال ته تهران ته د سفر بلنه ورکړه.

د ریاست‌الوزراء سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر وویل چې په ایران کې دې افغان کډوالو ته لازمې اسانتیاوې برابرې شي، له هغوی سره دې نرمي وشي او د افغان کدوالو له اجباري ایستلو دې ډډه وشي.

ده ویلي،  په افغانستان کې هغه عوامل نشته چې د ایران او افغانستان اړیکې خرابې کړي.

د ده په خبره، دا مهال په افغانستان کې د نشه‌یي توکو کښت او قاچاق پای ته رسېدلی او د ایران او افغانستان تر منځ د حقابې مسئله په تفاهم سره حل شوې. په دې برخه کې غیرمسوولانه څرګندونې د دواړو هېوادونو پر اړیکو منفي اغېز کولای شي.

د افغانستان او ايران هوکړهليک

د راپورونو له مخې، د افغانستان شاهي دولت لومړي وزیر موسی شفیق او د ایران د دولت لومړي وزیر امیر عباس هویدا د ۱۳۵۱ کال د کب په ۲۲مه یو هوکړه‌لیک- چې یوه مقدمه، ۱۲ مادې او دوه پروتوکوله لري – لاسلیک کړی و.

د یادې معاهدې د دویمې مادې له مخې، ټولې هغه اوبه چې د هېرمند له رود څخه په عادي او غېرعادي کال کې افغانستان ایران ته ورکوي، د اوبو د منځني بهیر پر مهال په یوه ثانیه کې ۲۲ متره مکعبه دي، او یوه اندازه اضافي اوبه – چې د متوسط بهیر پر مهال په ثانیه کې څلور متره مکعبه دي، د میاشتني وېش پر تناسب چې په اړه یې د هوکړې په درېیمه ماده کې وضاحت شته – د حسن نیت او ورورګلوۍ په پار افغانستان ایران ته ورکوي.

د راپورونو له مخې، د ایران حکومت د هلمند سیندیزې حوزې د تېرېدونکو اوبو لپاره په نیمروز ولایت کې د کمال خان اوبو د بند پر جوړېدو اندېښنه ښودلې وه.

د افغانستان د اوبو او برېښنا وزارت یوه چارواکي مخکې ویلي و چې له ایران سره د اوبو د تړون پر اساس افغانستان په «هره ثانیه کې ایران ته ۲۶متر مکعبه اوبه ورکوي چې د کال ۸۰۰ میلیونه متر مکعب اوبه» کېږي.

هغه ویلي و چې په تېرو ۲۵ کلونو کې په افغانستان کې جنګونه وو، د اوبو تنظیم ستونزمن و او د هلمند له سینده ایران ته د کال شاوخوا درې میلیارده متر مکعبه اوبه ورتلې.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.