مزارشریف (پژواک، ۲۷ مرغومی ۱۴۰۳): د بلخ ولایت د مرکز مزارشریف ښار لومړۍ ناحیه کې د اته میلیون افغانیو په لګښت د ۶۵۰ متره سړک کانکرېټولو چارې پیل شوې.
په دې اړه نیول شوو مراسمو کې د مزارشریف ښاروالۍ سکټوري رییس جاوېد مایار وویل چې د دغه ښار لومړۍ ناحیې په پسته مزار سیمه کې د ښاروالۍ له پراختیایي بودجې د شاوخوا ۸ میلیون افغانیو په لګښت د یوه سړک جوړولو چارې پیل شوې.
هغه زیاتوي چې دغه سړک ۶۵۰ متره اوږدوالی او ۷ متره پلنوالی لري چې د جوړولو چارې به یې په راتلونکو پنځو میاشتو کې د یوه خصوصي ساختماني شرکت له لوري بشپړې شي.
دغه راز، د مزارشریف ښاروال محمدکاظم طارق وویل چې د هېواد په ابادۍ کې ټول ولس مسوولیت لري او ښاریان باید د پروژو په ساتنه او مراقبت کې له ښاروالۍ سره همکاري وکړي.
همدارنګه، د یادې سیمې اوسېدونکی رفیعالله وایي چې د سړک د خرابوالي له امله د دې سیمې اوسېدونکي له ګڼو ستونزه سره مخ دي.
هغه خوښي ښیي چې په سیمه کې یې او د مزارشریف ښار بېلابېلو ناحیو کې د سړک جوړونې پروژې پیل شوې دي.
د مزارشریف ښاروالۍ د مسوولینو په وینا، روان کال د مزارشریف ښار بېلابېلو سیمو کې ۴۳ پراختیایي پروژې پلې کېږي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP