Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

ناروې کمېټه: د معلولینو ستونزو ته د رسېدنې په موخه خپل فعالیتونه پراخوو

کابل (پژواک، د سلواغې لومړۍ ۱۴۰۳): افغانستان لپاره د ناروې کمېټې عمومي رییس د اقتصاد وزارت له سرپرست سره په لیدنه کې ویلي، هڅه کوي د معلولینو ستونزو ته د رسېدنې په موخه خپل فعالیتونه پراخ کړي.

د اقتصاد وزارت پر فیسبوک‌پاڼه لیکل شوي چې د دغه وزارت سرپرست قاري دین‌محمد حنیف افغانستان لپاره د ناروې کمېټې له عمومي رییس تاریا مګنوسون واټردال او مل پلاوي سره کتلي او د ناروې کمېټې پر فعالیتونو او د معلولینو او معیوبینو ستونزو ته د رسېدنې په اړه یې خبرې کړې او دغه راز په کاپیسا، خوست او پکتیا ولایتونو کې یې د دې کمېټې د فعالیتونو د پراختیا ستاینه کړې ده.

سرچینې زیاته کړې، افغانستان لپاره د ناروې کمېټې رییس د اقتصاد وزارت سرپرست ته د هر اړخیزې همکارۍ ډاډ ورکړی او په خبره یې چې هڅه کوي په نورو ولایتونو کې هم د معلولو کسانو ستونزو ته د رسېدنې په موخه خپل فعالیتونه پراخ کړي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.