Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

نږدې ۴۰ نور افغانان د پاکستان له زندانونو خوشي شول

کابل (پژواک،  ۲ سلواغه ۱۴۰۳): د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت وايي، نږدې ۴۰ نور افغان بندیان چې د قانوني اسناد نه لرلو له امله په پاکستان کې نیول شوي او بندیان وو، خوشي او بېرته هېواد ته راوګرځېدل.

یاد وزارت نن (سه‌شنبه، د سلواغې ۲مه) پر خپله اېکس‌پاڼه لیکلي چې ۳۸ افغانان د پاکستان له زندانونو خوشې او د سلواغې په لومړۍ نېټه بېرته هېواد ته راوګرځېدل.

سرچینې لیکلي: «د ننګرهار ولایت د تورخم سرحدي امریت معلوماتو له مخې، یاد کسان د قانوني اسناد نه درلودو په تور د پاکستان بېلابېلو ځایونو کې نیول شوي وو.»

د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت وايي، یاد کسان څلور ورځې په حاجي کمپ کې بندیان وو چې د بشري مرستو له ترلاسه کولو وروسته خپلو اصلي ځایونو ته ولېږدول شول.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.