Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

ترکیه کې د اورلګېدنې له امله ۱۰ کسانو ژوند له لاسه ورکړی

کابل (پژواک، ۲ سلواغه ۱۴۰۳): د ترکیې په «ګرند کارتال» هوټل کې د اورلګېدنې له امله تر اوسه ۱۰ کسانو ژوند له لاسه ورکړی او ۳۲ نور ټپیان شوي دي.

د الجزیرې راپور له مخې، یاده اورلګېدنه ځايي وخت د سهار څلور بجې د دغه هېواد د بولوی ښار په یاد هوټل کې رامنځته شوې ده.

د ترکیې د کورنیو چارو وزیر علي یرلیکایا اعلان کړی چې د یادې پېښې له امله د مړو شمېر ۱۰ ته او د ټپیان شمېر ۳۲ تنو ته لوړ شوی دی.

هغه مسافر چې له یاد هوټل څخه د اورلګېدنې له امله تخلیه شوي، د بولو ښار په مرکز کې په څلورو نورو هوټلونو کې ځای پر ځای شوي دي.

ترکي چارواکو ویلي چې یاده اورلګېدنه تر ډېره مهار شوې او یو شمېر اور وژونکي، مرستندویه ټیمونه او هلېکوپترونه له مرکز، ولسوالیو او شاوخوا ښارونو د پېښې ځای ته لېږل شوي دي.

ځايي چارواکو ویلي چې تر اوسه د یادې اورلګېدنې لامل نه دی روښانه او په اړه یې څېړنې روانې دي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.