هرات (پژواک، ۳ سلواغه ۱۴۰۳): د هرات په کشک کهنه ولسوالۍ کې د دوو کورنیو ترمنځ اووه کلنه دښمني چې د دواړو خواوو له لوري دوه کسان په کې وژل شوي وو، د قومي مخورو او ځايي مسوولینو په منځګړیتوب حل او فصل شوه.
د هرات د امر بالمعروف او نهي عنالمنکر رییس شیخ عزیزالرحمن المهاجر په یاده ناسته کې وویل چې د قرانکریم د ایتونو او د اسلام پیغمبر د سنتو پر اساس مسلمانان باید له یو بل سره نېکې او ټینګې اړیکې ولري او یووالي ته لومړیتوب ورکړي.
د هرات د اطلاعات او فرهنګ رییس مولوي احمدالله متقي هم وویل چې د اسلامي امارت له بیا واکمنېدو وروسته په دغه ولایت کې قومي دښمنۍ او ځايي اختلافات د پام وړ کم شوي دي.
نوموړي زیاته کړه، اسلامي امارت د اختلافاتو حل، د دښمنیو د له منځه وړو او تعصباتو کمېدو لپاره پراخې هڅې کړې دي.
ښکېلې خواوې چې په یاده ناسته کې یې ګډون درلود، د هرات ولایت د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو ریاست له هڅو خوښي څرګندوي او وايي چې د یادو اختلافاتو په پایله کې د دواړو کورنیو دوه غړي هم وژل شوي دي.
یاده دښمنۍ کې یوه ښکېل قاري سلطانمحمد پژواک خبري اژانس ته وویل چې له مقابل اړخ سره د پخلا کېدو فرصت د ځايي مسوولینو په منځګړیتوب او قومي مخورو په هڅو ورته برابر شوی دی.
نوموړي وویل: «زموږ دښمني اووه کاله مخکې پیل شوه او په پایله کې یې ما خپل پلار له لاسه ورکړ او د مقابل اړخ هم یو کس په غچ اخیستو کې ووژل شو.»
هغه څرګنده کړه، اوسمهال خوښ دي چې لخ مقابل اړخ سره پخلا شوي او په وینا یې د دې دښمني دوام د هيڅ لوري په خیر او صلاح نه وه او ښه دا ده چې له اوس څخه د راتلونکو نسلونو لپاره هدفمند ژوند مدیریت شي.
په پای کې قومي مشرانو هم د قومونو ترمنځ د یووالي رامنځته کېدو لپاره د مسوولینو هڅې وستایلې او هرات ولایت کې یې د سولې او هوساینې پیاوړتیا لپاره د یادو هڅو د دوام غوښتنه وکړه.
د یادولو ده، د هرات ولایت د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو ریاست په تېرو دوو میاشتو کې د دغه ولایت په بېلابېلو ولسوالیو کې اته قومي اختلافات حل کړي دي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP