کابل (پژواک، ۴ سلواغه ۱۴۰۳): د المپیک ملي کمېټه وایي، د بډمنټون پنځه لوبغاړي د ایران په کوربهتوب د (فجر نړۍوال چلنج) سیالیو کې ګډون کوي.
د المپیک ملي کمېټې پر خپله اېکسپاڼه لیکلي، د بډمنټون ملي فدراسیون پنځه لوبغاړي به د ایران په (فجر نړۍوال چلنج) سیالیو کې د ګډون په موخه نن دغه هېواد ته سفر وکړي.
سرچینې لیکلي، یادې سیالۍ د ایران په سمنان ښار کې د روانې جنورۍ میاشتې په ۲۸مه پیلېږي او د فبرورۍ تر دویمې به دوام وکړي.
د المپیک ملي کمېټې زیاته کړې چې په دغو سیالیو کې درې لوبغاړي له افغانستانه او دوه نور له جرمني هېواد د افغانستان په استازولۍ ګډون وکړي.
د سرچینې د معلوماتو له مخې، په دغو سیالیو کې له ۲۰ هېوادونو ۱۰۰ لوبغاړي ګډون کوي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP