Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

بلخ کې د شمال زون په کچه د حسن قرائت سیالۍ ترسره شوې

مزارشریف (پژواک، ۷ سلواغه ۱۴۰۳): د بلخ پوهنې ریاست مسوولین وایي چې د دغه ولایت مرکز مزارشریف ښار کې د شمال زون په کچه د قران‌کریم حافظانو ترمنځ د حسن قرائت سیالۍ ترسره شوې.

د بلخ د پوهنې ریاست د ښاري پوهنې امر عطا‌ءالله فاروقي وایي چې په دې سیالیو کې د سمنګان، بلخ، جوزجان، سرپل او فاریاب له ولایتونو ۳۰ حافظانو ګډون کړی و چې لس غوره حافظانو ته ډالۍ هم ورکړل شوې.

هغه زیاتوي چې دغه سیالۍ د ځوانانو هڅونې په موخه ترسره شوې او دغه ډول سیالۍ به په دوامداره توګه روانې وي او غوره حافظان به ملي او نړۍوالو سیالیو ته هم وروپېژندل شي.

بلخوا، د حسن قرائت سیالیو ګډونوال دغه ډول پروګرامونه د حافظانو د وړتیاوو لوړولو لپاره مهم ګڼي.

احمدفواد چې په دغو سیالیو کې یې لومړی مقام خپل کړی، د دې ډول سیالیو له ترسراوي خوښي څرګندوي او له مسوولینو غواړي څو نورې سیالۍ هم جوړې کړي.

د یادو سیالیو د دویم مقام ګټونکی او د سرپل ولایت اوسېدونکی صبغت‌الله وایي چې دغه ډول سیالۍ مرسته کوي څو حافظان خپلې وړتیاوې وښیي او ملي او نړۍوالو سیالیو کې ګډون وکړي.

د یادونې ده، له دې مخکې هم په بلخ او د هېواد په نورو ولایتونو کې دغه ډول سیالۍ ترسره شوې دي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.