کابل (پژواک، ۱۰ سلواغه ۱۴۰۳): د ریاستالوزراء د حکم له مخې، هيڅوک نه شي کولای د هېواد د هوايي ډګرونو له لارې له پنځه زره او د ځمکې له لارې له پنځه سوه ډېر ډالر په نغدي ډول ولېږدوي.
د چارو ادارې دغه حکم پر خپله اېکسپاڼه خپور کړی ده.
یاد حکم کې راغلي، ټولو سوداګرو، صرافانو، د قیمتي ډبرو کاروباریانو او ټولو هېوادوالو ته لارښوونه کېږي چې لاندې موارد عملي او په جدي توګه رعایت کړي.
۱- ټول هېوادوال دې د راکړې ورکړې پر مهال افغانۍ وکاروي.
۲- هيڅوک نه شي کولای د هېواد د هوايي ډګرونو له لارې له ۵۰۰۰ او د ځمکې (سرحدونو او پولو) له لارې له ۵۰۰ ډېر ډالر په نغدي ډول له ځان سره ولېږدوي.
۳- که څوک له پورته اندازې ډېر ډالر ولېږدوي، سرغړوونکو ته به يې د هر یو میلیون ډالرو د لېږد په بدل کې یو کال، تر یو میلیون کم د هر سل زرو په مقابل کې یوه میاشت او په دويم بند کې له ذکر شوې اندازې پورته تر سل زرو ډالرو پورې لېږدوونکی شخص به تر لسو ورځو پورې زنداني کېږي.
۴- هغه اسعار او سره زر چې له سرغړوونکو نیول کېږي هغه به د ریاستالوزراء تر لزوم دید پورې د افغانستان بانک کې ساتل کېږي.
۵- هېواد ته د سیمې هېوادونو اړوند اسعار راوړل ممنوع دي.
په دغه حکم کې راغلي، له هېواده بهر د اسعارو، سروزرو، قیمتي ډبرو او تاریخي اثارو د قاچاق مخنیوی د اسلامي امارت د استخباراتو د لوی ریاست، د کورنیو چارو او دفاع وزارتونو مسوولیت دی.
داسې مهال د ډالرو انتقال یوه معینه اندازه ټاکل کېږي چې په دې وروستیو کې د ډالر بیه د افغانۍ او نورو اسعارو پر وړاندې لوړه شوې ده.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP