Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

امریکا کې د دغه هېواد یوه مسافروړونکې الوتکه لوېدلې

کابل (پژواک، ۱۱ سلواغه ۱۴۰۳): د راپورونو له مخې، د امریکا متحده ایالتونو کې یوه مسافروړونکې الوتکه له یوې چورلکې سره جنګېدلې او د پوټامیک سیند ته لوېدلې ده.

د امریکا غږ د راپور له مخې، دغه پېښه د واشنګټن ډي‌سي د رونالډ ریګن هوايي ډګر ته نږدې سیمه کې شوې ده.

راپور کې راغلي چې یاده مسافروړونکې الوتکه له یوې پوځي چورلکې سره جنګېدلې او بیا د پوټامیک سیند ته غورځېدلې ده.

سرچينې لیکلي، د ژغورنې او اضطرار ډلې په بېړه سیمې ته رسېدلې او د یاد هوايي ډګر ټولې الوتنې ځنډول شوې دي.

د سپینې ماڼۍ ویاندې کارولین لیویټ فاکس نیز ته ویلي چې ولسمشر ټرمپ د دې پېښې په اړه خبر شوی دی.

د الوتکو جنګېدو د دې پېښې د علت او په کې د اوښتي زیان په اړه تر اوسه معلومات نه دي ورکړل شوي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.