غزنيښار (پژواک، ۱۷ سلواغه ۱۴۰۳): د غزني امنیه قومانداني وايي چې په تېرو لسو مياشتو کې د دغه ولايت په مرکز او شاوخوا سیمو کې د اورلګېدنې ۳۵ پېښې رامنځته شوې دي.
د غزني امنیې قوماندانۍ د اور وژنې مدير عبیدالله مسلم پژواک خبري اژانس ته وويل، په تېرو لسو مياشتو کې په دغه ولايت کې د اورلګېدنې ۳۵ پېښې رامنځته او ثبت شوې دي.
هغه زیاته کړه، په یادو پېښو کې خلکو ته د ۱۰ ميليون افغانیو په ارزښت زيان اوښتی خو د شاوخوا سل ميليون افغانيو د زیان اوښتو مخنیوی شوی دی.
د نوموړي په خبره، که څه هم دغو پېښو ځاني زیان نه درلود خو زیاتوي چې دغه اورلګېدنې د خلکو د بېغورۍ او بېاحتیاطۍ له امله رامنځته شوې دي.
د هغه په وینا، د تېر په پرتله د اور وژنې مديریت امکانات ښه شوي، کارکوونکو یې تجربه اخیستې او کولای شي پر وخت اور مهار کړي او د زیات زیان اوښتو مخه ونيسي.
نوموړي زياته کړه: «دغه اورلګېدني د خلکو په کورونو، سوداګریزو مارکېټونو، تېلفروشیو، د ګاز شرکتونو، ټانکرونو، کارځايونو او نورو کې رامنځته شوې دي چې ټولو پېښو ته پر وخت رسېدنه شوې.»
مسلم وايي چې خلک کولای شي د اورلګېدنو پر مهال د اور وژنې مدیریت له ۱۰۱ شمېرې سره په اړیکه کې شي او دغه شمېره د ښار په بېلابېلو برخو کې ليکل شوې ده.
هغه دغه راز له خلکو وغوښتل چې په خپلو کورونو، مارکېټونو او کارځایونو کې د اور وژنې لپاره تدابیر په پام کې ونيسي.
مسلم وویل: «ډېر کله چې زموږ د اور وژنې موټر پر لاره روان وي، د لارې په اوږدو کې موټرچلوونکي او نور عام خلک د لارې د خلاصون برخه کې همکاري نه کوي چې دغه همکاري ډېره مهمه ده.»
بل لور ته، د غزني اوسېدونکي د اور وژنې مدیریت له خدمتونو خوښ دي.
محمدسلیم نیازي چې د غزني ښار د بلخ دروازې ته څېرمه تېلپلورنځی لري، پژواک ته وویل، څه موده مخکې دغلته د تېلو په سرای کې یوه ټانکر اور اخیستی و خو اطفایه ژر راورسېده او اور یې مړ کړ.
هغه زیاته کړه، که اور یې نه وای مړ کړی، څنګ ته یې نور ټانګرونه هم وو، هغو هم اور اخیست او خلکو ته یې ډېر زیان اړاوه.
دا په داسې حال کې ده چې د روان کال په لسو میاشتو کې په ننګرهار ولایت کې هم د اورلګېدنې ۶۳ پېښې رامنځته شوې دي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP