جلالاباد (پژواک، ۱۹ سلواغه ۱۴۰۳): د ننګرهار ولايت په اچین ولسوالۍ کې د قومي مشرانو او دیني عالمانو په منځګړیتوب د دوو دښمنو کورنیو ترمنځ روغه وشوه.
مسوولین وايي، دغو کورنيو پنځوس کاله مخکې د ځمکې پر سر شخړه کړې وه او له هغه راهیسې له یو بل سره په دښمنۍ کې ژوند کاوه.
د ننګرهار د اچین ولسوال ملا ابراهیم خیرالله وايي، د دې ولسوالۍ په ګاودره سیمه کې د ډاکټر حضرګل زهیر او حاجي علاقهدار د کورنيو ترمنځ د ځمکې پر سر پنځوس کلنه دښمني د قومي منځګړیتوب له لارې په دوستۍ بدله شوه.
هغه زیاته کړه، دواړو کورنۍ نږدې خپلوان کېږي او له پنځوسو کلونو راهیسې یې تر خپل منځ مړی ژوندی پرېیښي وو، تربګني او دښمني يې کوله چې اوس تازه یې د قومي مشرانو او دیني عالمانو په هلو ځلو ترمنځ روغه وشوه.
د جرګې يوه غړي ملک اخترمحمد شينواري وويل چې د دوی د څو میاشتو هڅو په نتیجه کې دواړه کورنۍ روغې ته چمتو شوې او نن یې روغه وکړه.
دغه راز، یادو دواړو کورنيو په دې پخلاینه کې د قومي مشرانو او ديني عالمانو د هڅو ستاینه وکړه او خوشالي یې څرګنده کړه.
د ډاکټر حضرتګل زهير د کورنۍ يوه غړي رحمتالله وويل چې دغه دښمني ورته له نېکونو ور پاتې وه او نن خوښ دي چې ترمنځ یې روغه وشوه.
د اچین ولسوالی وايي، دواړو لورو ژمنه وکړه چې نور به هپڅکله یو بل ته د زیان اړولو هڅه نه کوي او د وروڼو په څېر ژوند به کوي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP